نظــر

موقت حكومت

میرویس الفت او عبدالباقي خوګیاڼی

د موقت حکومت موضوع نن سبا په اذهانو کښی خو لا پریږده په بحثونو کښی هم ځای ځای راپورته کیږی ځینی ورته خوشحاله او ځینی خو یی حتی د موجوده کړاو د حل یواځینی لاربولی.

د مؤقت حکومت اصطلاح د معاصر افغانستان په تاریخ کښی مونږ نه ده اوریدلی خو د لمړی ځل له پاره په پیښور کښی د مجاهدینو د عبوری حکومت د تاسیس له زمانی دا اصطلاح کافی عامه شوی ده۰

دوهم ځل بیا د کرزی له راتګ سره دی اصطلاح یو څه زور او واضح شکل واخیست چی د بن له کنفرانس څخه  بیا د کرزی تر لمړی ځل انتخابه پوری  زمانی دور ته چی لږ او ډیر دوه کاله کیږی د موقت حکومت دور وایی.

د دی نوی پدیدی خو دوه ځله پرله پسی وقوع هغه هم په یوه لنډه زمانی مقطع یعنی د لسو کلونو په موده کښی دا تصور په عامه اذهانو کښی تقویه او تقریبا عام کړی یی دی چی دا ډول موقتی حکومتونه د واوری منډ دی چی ډیر خلک پری تللی او همدا یواځینۍ لار ده چی تګ پری په کار دی،د دی لیکنی بنیادی هدف د دغه تصور مقابله ده.

ټول پوهیږو چی د نن ورځی د معلوماتو طوفانی سیلاوونه چی په ستره بی رحمۍ هره لحظه زمونږ د ا‌ذهانو روښانه او تیاره کنجونه ټول تر غوږو او پزی پوښی که سم مدیریت نه شی په عامه اذهانو کښی داسی نزعات او اتجاهات رامنځ ته کوی چی اکثرا نامناسبه، ناشایسته، بی ارزښته او ان تر دی چی عدم  مشروعیت یی ترڅرګندو څرګند وی.

د موقت حکومت منطق په دی کښی دی چی هغه تغیرات چی د راتګ مخنیوی یی ناشونی ښکاری په ارامه او منظم ډول د  طرح شوی پلان مطابق د ټولنیز نظام او جسم بی له دی چی کوم تصادم او یا کومه ویجاړونکی جټکه Shock رامنځ ته کړی برخه شی او د امکان تر حده د ټولنیزو چارو په روزمره روند کښی د احتمالی خلل د وقوع چی په ځینو حالاتو کښی د مالی او حتی انسانی خساراتو باعث کیدای شی موثرمخنیوی وشی.

دا منطق په نظریاتی لحاظ ډیر انسانی او زړه راښکونکی معلومیږی خوښکاره ده چی دا استدلال په ټولنه کښی د نوو تغیراتو د ادغام او مطلق تحلیل مفهوم افاده کوی نه په ټولنیز ژوند کښی د کوم نوی محسوس او ملموس تغیر منځ ته راتګ. په دی معنی چی د نظام اصل ډانچه او د پالیسیو موخه او سمت د ادغام په دوران او له هغه څخه وروسته ثابت او دست نخوره پاتی کیږی.  په دی منطق کښی تغیرات جزیی، غیرمهم او واړه فرض کیږی چی  د ټولنی او نظام له خوا یی په  پوره ډول او کافی سرعت  دهضم  پراخه توقع کیدلای شی.

د پیښور د موقت حکومت پایلی د ډیرو مخی ته غوړیدلی کتاب دی چی د خوشحالۍ او افتخار کوم باب او فصل نه لری چی دلته یی ذکر کړو. نتیجه یی بس د راکټونو ویشتل ، د ښارونو ورانول او د کورونو د لهړو او تیرانو ایستل او بالاخره  په بازارونو کښی خرڅول دی.

په کانټینرونو کښی په لوږه تنده د بندیانو ساتل او بیایی له یوی مخی ویشتل دی. د بی ناموسیو اندازه یی د افغانستان د تاریخ تر ټولو چټله پاڼه  ده حتی تر دی چی نړۍ والو اسلامی تنظیمونو هم له ناچاری ورځی د افغانستان د اسلامی غورځنګونو څخه خپل برات او پریکون بی له رسمی اعلانه اعلان کړ. د مرحوم مرسی د خولی چی چایی د ملاقات غوښتنه کړی وه خبره ده چی مصریان د اخوان المسلمین په نامه څوک په افغانستان کښی نه پیژنی.

دویم موقت حکومت بیا د کرزی تر ریاست لاندی وه چی په امریکا کښی د سی ای ای د مشر جورج تینیت په توصیه د بش او د هاغه د څو نژدی همکارانو له خوا په یوه واړه میټنګ کښی یی د تاسیس او د افغانستان په خلکو یی په زور د منلو فیصله شوی وه. ټول خبر دی چی بیا دی امریکایی فیصلی ته ملل متحد صرف د یو تنظیمونکی اجاره شوی ارګان په حیث د څو امریکایی مذهبو افغانانو په  وسیله د بن په کنفرانس کښی افغانی رنګ ورکړ او په دی وسیله یی د افغانستان په امریکایی اشغال د ببرک او شاه شجاع په څیرد تایید مهر ولګاوه.

د دی ستر خدمت په بدله کښي په دوی کښی څوک تر ننه وزیران او یایی نژدی یاران او خپلوان وزیران دی او مشر بابو ته خویی د اساسی قانون په اویایمه ماده کښی د ټول عمر له پاره د ریاست د دوری مالی امتیازات د خلیفه له کیسی وروبښل. هیڅ کار او د رییس جمهور امتیازات، حقوق بی له هیڅ ډول مکلفیته. دا مزی بل ځای نشته یواځی د جورج ټینیټ په یارۍ او د هغه ځای ناستو ته په  وفادارۍ کښی دی.

چی له انصافه لیری نه شو د شا شجاع د ژوند وروستۍ ورځی لږ څه بدلی وی. د جهاد اعلان یی و کړ خپله توره یی د اسلام توره وبلله او هغه یی مجاهدینو ته ورکړه. د قیام را قوام بخشید شعار یی ورکړ. د مجاهدینو چی شمیر یی زرګونو ته رسیده د مشرۍ او قیادت له پاره له بالا حصاره راووت او سیا سنګ ته چیری چی ګڼ شمیر مجاهدین په جلال اباد د حملی په نیت را ټول شوی وه ورغی. خو د ورځی په اخر کښی د کوم شخصی کار له پاره بیرته بالا حصار ته ستون او هم هلته د شپی تیرولو په نیت پاته شو. سهار د بیرته راتګ په وخت د شجاع الدولة چی د نواب زمان خان زوی وه او د هغه د انډیوالانو په نیول شوی کمین کښی وخوت او ځای پر ځای ووژل شو. د ده د یو مداح شاعر (غلام محمد درویش چی په شا جی مشهوروه ) په خوله د ده سپین او نازک وجود د توری په کاری ضربو د ګل په څیر پاڼی پاڼی شو.

تن سیمین و جسم نازک شاه
از دم تیغ پاره چون ګل شد

په هر صورت دا کره معلومه نه شوه چی د انګلیسانو په مقابل کښی د ده د موقف تغیر یواځی د مجاهدینو د فشار او تهدید نتیجه وه او که د ده د خپل زړه رښتینی او صمیمی غوښتنه.

میر حاجی چی یو روحانی شخصیت وه د خلکو په غونډو کښی به د ده په وژل کیدو د خپلی خوښۍ احساسات په لاندی الفاظو څرګندول. وړوکی لارد د لوی لارد(مکناټن) سره یو ځای شو.
په هر صورت دویم مؤقت یا انتقالی حکومت د کرزی د دوه دورو د ریاست او موجوده  حکومت له پاره چی اوس د خپل اقتدار په دویم دور کښی دی د پیلامی او مقدمی حیثیت لری چی د نننی نظام بنسټ یی کښیښود.

د لمړۍ ورځی ایښی نغمه تر اوسه هم خو نن په قانونی شکل چی زړه او غوږونه دواړه خوری دوام لری. سرمایه داری نظام په بی سرمایی مملکت کښی. د بیان ازادی چی ملت یی غیر له ژړا  بل څه د بیان له پاره نه لری. د ازاد بازار اقتصاد چی د مملکت تولیدات یی د نشت په حساب دی ان تر دی چی د رومیانو روب، سولولی قروت او د هوږی اچار هم له ګاونډی ایرانه واردوی .امنیتی تړونونه چی مملکت یی ورځ تر بلی نور هم زیات کاواکه او بی واکه کړی دی. د میرمسجدی خان او وزیر محمد اکبر خان مډالونه او د امریکایانو او انګریزانو اوږی او ټټرونه. د دولتی ملکیتونو لوټل او خرڅول. دولتی پوستونه په داوطلبۍ خرڅول ،پردیو ته چاپلوسی او غوړه مالی او په خپلو د بمونو اورول او حتی په ملی مسایلو پټ تفاهمات او نور او بی شمیره نور.

څوک مؤقت حکومت غواړی؟

په دیموکراسۍ  کښی  اپوزیسیون(مخالفین )د نظام جزء دی یعنی بیله اپوزیسیونه دیموکراسی نیمګړی او نه چلیږی. د لوبو په څیر چی د لوبیدو له پاره دوه ټیمه غواړی په دیموکراسۍ کښی هم دوه ټیمه موجود دی. هغوی چی عملا په قدرت کښی دی او هغوی چی اوس د موجوده حکمرانی حلقی څخه د یوه مؤقت وخت له پاره  ظاهرا د باندی دی. د حکمرانی حلقی او د هغوی تر منځ چی فعلا له دی حلقی څخه د باندی دی په حقیقت کښی هیڅ توپیر نشته. دا فقط دوه وروڼه دی چی د یوه نوم یی نیکی او د بل بدی دی.

پندار، ګفتار، رفتار او کرداریی بی فرقه او په یوه بدل اواز کښی د یوه نه ختمیدونکی سروکی تکراری پاړکی دی. اختلافات یی ایدیولوژیک او بنیادی نه بلکه صرف، ظاهری، سطحی،سلیقوی، او د رایو د کسب په منظور غولونکی او دیماګوژیک دی. د موافقت او  مخالفت اندازه او چوکاټ یی معلوم او د پیشبینۍ وړ دی. څومره چی په خپلو کښی یو د بل مخالف معلومیږی په همافه اندازه د غیر په مقابل کښی متحد او یو لاس دی.

خلاصه دا چې داسې ښکاري چې دیموکراسی یو ډول دیکتاتوری ده چی یواځی سطحی او سلیقوی مخالفت منی، بنیادی او اصولی مخالفت بیخی نه شی زغملی. په دیموکراسیو کښي د دغه ډول ذهنیت موجودیت چی بنیادی مخالفت د منلو نه دی دی ستراتیژۍ ته لار هر ځای هواره کړی چی د دیموکراسۍ مدعیان خپل بنیادی مخالفین  په عامه اذهانو کښی لمړی د تبلیغاتو له لاری تر دی حده وځپی او بد نام یی کړی چی بیا وروسته  وکولای شی چی د هغوی په مقابل کښی هر ډول  بشری ضد جنایات په اسانۍ سره تر سره کړای شی. دلیل ته حاجت نشته ښکاره یی وینو چی د دیموکراسۍ مدعیانو یواځی دلته په افغانستان کښی دننه نه بلکه د نړۍ په سطحه د خپلو مخالفینو په ځپلو او ټکولو کښی دومره جنایتونه تر سره کړی چی د انسانیت تاریخ پری شرمیږی. د Enemy Combatant  د اصطلاح اختراع یی ښه مظهر دی. د دی له پاره چی جنګیالی اسیران د خپلو حقوقو څخه محروم کړی یوه داسی نوی اصطلاح چی په حقوقی متونو کښی یی هیڅ ذکر موجود نه وه را میدان ته کړه او په دی وسیله یی د اوږدو کلونو کار  یعنی د بین المللی جنګی قوانینو ټوله ټولګه پو پنا او سره لمبه کړه.

هغوی چې  نن سبا د مؤقت حکومت طرفداری کوی معمولا هغه کسان دی چی صرف د قدرت له حلقی څخه فعلا د باندی دی او دی ته لیواله دی چی له هری وسیلی کار واخلی ترڅو یو ځل بیا د یو څه وخت له پاره په قدرت کښی خدمت نه بلکه مزی وکړی.

لنډ وخت  دمخه دوی په قدرت کښی وه او د نظام د دوام په صورت کښی ددوی د نوبت بیا بیا راتلل شونی دی.

قدرت ته بیرته ورګرځیدل  د دوی د اولیتونو اولیت دی نوری خبری هغه وخت ارزښت پیدا کوی چی ددوی قدرت  ته د ورګرځیدو سبب شی. هغوی چی د غنی او کرزی تر منځ فرق منی او یایی کوی د سطحی او بنیادی اختلافاتو په مغالطه کښی غورځیدلی او یا د غوڼدو او میټنګونو منحرف معتادان دی. چیری لاړ شی چی هلته یی چانس کم دی نو دلته خو به  خود خپل بخت ازمایی.

د مؤقت حکومت وخت تیر دی:
د وخت اهمیت هرچاته ښکاره دی. فکر کیږی د مؤقت حکومت له پاره مناسب وخت د ریاستی او پارلمانی انتخاباتو څخه دمخه وخت وه چی له لاسه تللی دی. مؤقت حکومت که چیری هغه وخت منځ ته راغلی وای د ډیرو بی ضرورته کړنو او د دی کړنو د ناګواره عواقبو مخنیوی یی خود کولای شو. خو داسی ښکاری چی په تیرو دوه کلونو کښی انتخابات او د موجوده حکومت تقریبا ټول کوښښونه او هلی ځلی او په خاص ډول په انتخاباتو د حده زیات تاکید د همدغه احتمالی مؤقت حکومت د نظریی د خنثی کیدو په منظور تر سره شوی دی.

د حکومت اوسنی موقف چی د انتخاباتی  پنځه کلنی دوری پوره کول دی د حکومت له نظره تر پخوا ډیر مشروع دی. د حکومت دی موقف ته په نظر فکر کیږی چی په کابل کښی اوس یوه بله اس بدلی خر بدلی د مؤقت حکومت په نامه د نوو مشکلاتو د زیږیدو باعث کیدای شی چی له منځه وړل یی بیا نور کار او انرژی غواړی. علاو پر دی احتمالی مشکلاتو او نوو صف بندیو چی معمولا په داسی حالاتو کښی په ډیره سپین سترګۍ صورت مومی د مؤقت حکومت نظریه اصلا یوه سیاسی بی جراتی او د تقدیر د مقابلی څخه ویره او فرار دی.

مؤقت حکومت د موجوده نظام دوام دی:
دا باید ټولو ته واضح وی چی مؤقت حکومت د سر د څهرو د تبدیلۍ سره سره د موجوده نظام د دوام په معنی دی. د مسالی د اهمیت د اندازی لګولو له پاره په کار ده د نظام د کلمی په معنی لږ څه تم شو. نظام په فارسی او عربی کښی په تار کښی د مرغلرو د پییلو په معنی دی، د عادت ،صف ،قطار او لاین په معنی هم استعمال شوی دی. په انګریزۍ او فرانسوی ژبو کښی په رژیم او سیستم ترجمه کیږی. دواړه ترجمی درستی دی خو تر منځ یی یو ډیر باریک فرق شته. سیستم د یوی ټولګی د مختلفو اجزاوو مکانی موقعیت دی چی د یوی او بلی جزوی له نظره ورته ګوری په داسی حال کښی چی په رژیم کښی د سمت او اداری اضافی عناصر هم شته. د رژیم کلمه لاتینی ریشه لری چه د سمت په معنی ده. مثلا غذایی رژیم چی هدف یی ډنګریدل دی. د رژیم دویمه معنی بیا د انګورو، کیلو او خرما د واښکی په معنی دی.

د دی او نورو تعریفونو له امتزاج او سم ګډولو څخه دا نتیجه اخلو چی رژیم لاندی خصایل لری:
•له مختلفو اجزاوو جوړ دی
•اجزاوی یو د بل سره ارتباط لری
•مکانی نقطه نظر دی
•اداره او کنټرول دی
•جهت  یا هدف لری. یعنی په خپله هدف نه  بلکه وسیله ده.

نو دولتی نظام د ټولو حقوقی ترتیباتو (د خرما دانی په وږی کښی)او د دی ترتیباتو تر منځ (مکانی نقطه نظر) د متقابلو روابطو ( د دانو ترمنځ ارتباطی ډنډری)یوه ټولګه (واښکی) ده چی هیواد په یو مشخص لوری او یا استقامت (جهت یا هدف) هدایت (اداره )کوی.

کله چی په دی پوه شو چی نظام هدف نه بلکه وسیله ده نو په دی پوهیدل هم اسانیږی چی د سر د څهری بدلیدل چی لوری ورسره په مثبت لوری تغیر ونه مومی څومره بی معنی او بی محتوی تغیر دی. د کرزی او د غنی تغیر او تبدیل صرف د ناظر بدلیدل دی. په دی صورت کښی د کیفی تغیر توقع د ځان غولول او د دی پنګ پانګ بی رحمه او زړه خوړونکی تدوام د تنفس او تاریخ دواړو دریدل دی.

مؤقت حکومت یواځی یو مصرفی دور دی
مؤقت حکومت په خټو کښی د بند موټر حیثیت لری چی ټیر یی څرخی خو مخ ته نه ځی یعنی مصرف کوی خو څه خاص تولید نه لری. دا ډول حکومتونه څرنګه چی معمولا صلاحیتونه یی ډیر محدود وی په ځینو اداری چارو کښی د لټ خوزښت او په ځینو نورو کښی د مطلق بندش د رامنځ ته کیدو باعث کیږی چی اجمالی خسارات یی د مملکت د اقتصاد له پاره ګران پریوزی او برسیره پر دی د خلکو د بی ځایه سرګردانۍ موجب کیږی.

نتیجه:
پورتنیو ملاحظاتو ته په کتو د واوری په دی منډ تګ باید وروستی انتخاب او د لا چارۍ وروستۍ چاره وی د منفی تاثیراتو د ممکنه کمښت په موخه د مؤقت حکومت د غوراوی په صورت کښی لاندی مهمو نقاطو ته فکر په کار دی:

•د مؤقت حکومت دور باید هیڅکله هم  تر څو میاشتو زیات نه وی.

•مؤقت حکومت باید د خارجی قواو د وتلو څخه وروسته یوه ورځ هم دوام ونه کړی.

•حکومت باید مشخص ماندات  Mandate ولری.

•د مؤقت حکومت صلاحیتونه باید په اداری روزمره چارو پوری محدود شی.

د مؤقت دولت په راس کښی باید داسی شخص موجود وی چی نه یی په دولت کښی کار کړی وی او نه یی د دولت څخه د باندی د دولت په نفع کوم کار او یا  کوم تبلیغاتی فعالیت سرته رسولی وی .د ناتو او امریکایی قواو موجودیت ورته د افغانستان د اشغال په معنی او د منلو وړنه وی.

و من الله التوفیق

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx