افغانستان

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار درېیمې امنیتي حوزې ته طالبان ننوتل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ تله، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې تیره ورځ طالبانو د سختې جګړې پایله کې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه څلورمه حوزه ونیوله، بیګا کرۍ شپه د سختو نښتو پایله کې نن سهار طالبان لښګرګاه درېیمې امنیتي حوزې بولان ته ننوتلي او دامهال هلته سخته جګړه روانه ده.

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د جګړو او هوايي بریدونو سره همهاله ګڼې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوې دي، بیګا د شپې په تیاره کې هم لسګونه کورنۍ په ټراکټورونو، ډاټسنو او آن په موټر سایکلانو بار د لښکرګاه ښار او اطرافو څخه خوندي ځایونو ته کډه شوې دي.

که څه هم تیره شپه د هلمند والي جنرال یاسین خان ادعا وکړه چې په نهرسراج ولسوالۍ کې یې د طالبانو مرستیال والي ملا عبدالغفور نیولی او هغه ته منسوب یو انځور یې هم خپور کړ؛ خو طالبانو دغه ادعا رد کړه او دایې نوموړي لخوا خپلو عسکرو ته د مورال ورکولو هڅه وبلله.

د امریکا غږ خبریال عزیز الله پوپل هم تیره شپه خبر ورکړ چې د لښکرګاه ښار څلورمې امنیتي حوزې له سقوط سره همهاله طالبانو له څو اړخونو څخه لښکرګاه ته تلونکې لارې د دولتي عسکرو پرمخ تړلي او سخته جګړه یې پیل کړې ده.

له بل پلوه د هلمند د والي ویاند عمرځواک بیا رسنیو ته ویلي، چې تیره شپه له مرکز کابل څخه شاوخوا ۱۵۰ کمانډو عسکر د لښکرګاه ښار د سقوط د مخینوي په خاطر هلته رسیدلي او تیره شپه یې د طالبانو پرضد پراخ ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړي دي.

ځواک په دغو عملیاتو او نښتو کې  ۷۱ طالبانو د وژلو او ګڼو نورو د ټپي کېدو ادعا هم کړې ده، کومه ادعا چې په خپلواکه توګه یې تراوسه پخلی نه دی شوی.

په ورته مهال په هلمند کې د طالبانو سیمه ییزو سرچینو بیا ویلي، چې تیره شپه د سختو نښتو سربیره په ناوې، نادعلي، باباجي، مالګير، نهرسراج، او ښاروالۍ کې خپل سنګرونه ساتلي او سهار مهال یې د مارجې او نادعلي دوراهي څخه نیولې تر لښکرګاه ښار پورې ګڼې پوستې نیولي او دامهال د بولان په درېیمه امنیتي حوزه کې سختې نښتې روانې دي.

له سیمې څخه تازه راپورونه وايي، چې طالبان اوس مهال د لښکرګاه ختیځې دروازې څخه تیر شوي او هلته له دولتي عسکرو په جګړه بوخت دي.

طالبان وايي، د تیرې ورځې په جریان کې ۲۱ تنه  دولتي عسکر له خپلو وسلو او مهماتو سره ورته تسلیم شوي او ګڼ نور مړه او ژوبل شوي  هم دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ویل کیږی چی طالبان د برق سب ستیشن نیولی او دا ګړی د هلمند خلک برق نلری. د سب ستیشن وسایل ټول چور شوی او ویجاړ شوی دی نو ځکه د لشکرګاه خلک به لدی اورسته په تپه تیاری کی د طالبانو له برکته شپی تیری کړی. طالبانو تر اوسه هیڅ یو لوی ښار او یا کوم ولایت نیولی ندی کی یی ونیسی هم تر یوې هفتی پوری یی نسی ساتلی ځکه دا ډله صرف د وژنی او وحشت لپاره جوړه شوی نه د کوم بنیادی کار لپاره چی د خلکو د خدمت سبب وګرځی.

احمد

طوطی ته دومره بې منطق شوي یی چې اوس دې خلک لکه. د خره په شانې ستا تیز ته هم څوک نه خاندي مطلب چې ستا د تبصره ځواب قدرې هم څوک نه درکوي . زه وایم اقلام ډوډي خو به خوري واښه خو نه خوري لګ مسائلو باندې خو غور او سوچ کوه .

محمد بلال (خادم)

هوالله
نتیجه حه دی
وژنه ورانی دربدری چی دبی وزلی افنانان میراث پاتی کیژی ای خلک دخپل عقل نه کار واخلی راحی چه دخدای په خاطر دا لانجه حل کرو

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx