افغانستان

کابل کې لسګونو کسانو  د پاکستان د سفارت مخې ته لاریون کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ تله، ۱۳۹۹ل): د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې لسګونو معترضانو د پاکستان د سفارت مخې ته لاریون کړی او له یاد سفارت یې غوښتي، چې د پاکستان د ویزو په اخیستلو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

لاریون کوونکو شکایت کاوه، چې د پاکستان د ویزو د ترلاسه کولو لپاره ورځې، ورځې انتظار باسي او ساعتونه په صف کې په همدې تمه درېږي؛ خو بیا هم ویزې تر لاسه کولای نشي.

دغه لاریون داسې مهال دی، چې څه موده وړاندې د پاکستان کابینې افغانانو ته د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو راوستلو یوه طرحه هم تایید کړه، چې له مخې يې افغان ویزه غوښتونکو کولای شوای تحصیلي، روغتیايي او یا هم سوداګریزه ویزه تر لاسه کړي .

څو ورځې وړاندې د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» پاکستان ته  سفر وکړ او هلته پاکستاني چارواکو ورسره ژمنه وکړه چې افغانانو ته د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې راولي.

له تازه لاریونه داسې ښکاري چې په کابل کې د پاکستان سفارت لا هم د خپلې کابینې منظور شوې طرحه نه ده پلې کړې.

یاده دې وي، چې د پاکستان د ویزو په ترلاسه کولو کې د نه شفافیت او ستونزو د شته والي خبره اوسنی نه ده. افغان ویزه اخیستونکو په بیا، بیا شکایت کړی چې د سفارت مخې ته د ویزو د ژر تر لاسه کولو په تمه ترې روپۍ اخیستل کېږي او که رشوت ورنکړي اړ دي چې له خپلو ناروغانو سره یو ځای ورځې او شپې د سفارت مخې ته انتظار وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x