نظــر

له قرآن او سنت څخه د تېښتې له پاره «قرآن او سنت»!

زاهد جلالي

ډېره جالبه ده چې اوس د حکومت مشران او مذاکراتي ټيم په «قرآن او سنت» ټينګ ولاړ دي په داسې حال کې چې پرون له حنفي فقهې منکر وو. د حنفي او جعفري فقهې جنجال حقيقي نه دی، او نه هم په رښتیا د جعفري فقهې له پاره دوی دا جنجال جوړ کړی. ځکه د افغانستان د حقوقي سېستم مرجع آن د ظاهر شاه له وخته حنفي فقه وه، په داسې حال کې چې دلته شيعه او آن هندوان هم اوسېدل.

په يوه هېواد کې عموما يوه فقه، یا يو قانوني مذهب واکمن وي. که چېرته دغه هېواد کې مذهبي اقليتونه اوسېږي، د هغوی له پاره د هغوی خصوصي مسايلو، لکه ميراث، واده، طلاق… کې د هغوی خپله فقه کارول کېږي او په افغانستان کې هم پخوا همداسې وو. خو د دولت قانوني مرجع يوه فقه وي يا يو قانوني مذهب.

په اوس وخت کې د حنفي مذهب مخالفت په څه معنا؟ او بیا د قرآن او سنت راپورته کول څه معنا؟ د دې معنا دا ده چې دوی نه غواړي چې حکومت دې يوه ديني مرجع ولري. دوی قرآن او سنت له قرآن او سنت څخه د تېښتې له پاره کاروي. ځکه چې له قرآن او سنت څخه د شیعه مذهب یو فهم دی، د حنفي مذهب بل، او د سلفي مذهب فهم تفاوت کوي. نو دوی غواړي چې يو مبهم لفظ وکاروي تر څو د تېښتې ځای ځان ته پيدا کړي.

بله موضوع د محق دوی ده. محق او ټيم يې په قرآن او سنت باور نه لري، خو د دې حکومت مذهبي مشاورين دي. هغوی هم له حنفي مذهب څخه د تېښتې په خاطر خوښوي چې د «قرآن او سنت» الفاظ وکارول شي او وروسته بیا د تاويل له پاره راه ګنجشکک ولري.

که داسې نه وي، نو د حنفي مذهب مخالفت ولې کېږي؟ آیا حنفي مذهب د هندوانو له کتابونو څخه جوړ شوی، که له تورات او انجيل څخه؟

حنفي مذهب له قرآن او سنت څخه يو سېستماتیک استنباط دی. د حنفي مذهب د مرجع په توګه کارول د قرآن او سنت د عملي کولو په معنا دي. خو دوی له دې تېښته کول غواړي.
د دغو خلکو د موقف په اړه سورت النساء ۶۱م آیت وايي: «کله چې دوی ته وويل شي چې راځئ په هغه څه فيصله وکړو چې خدای نازل کړي او رسول بیان کړي، بیا دوی د تېښتې له پاره لارې لټوي».

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَىٰ مَا أَنزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ رَأَيْتَ الْمُنَافِقِينَ يَصُدُّونَ عَنكَ صُدُودًا

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمت الله

الله جل جلا له به دستان شما برکت دهد.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x