نړۍ

ویکي لیکس: د پاکستان په فضايي حریم کې په یوه ورځ کې د ناټو ۱۵۰ الوتکي پرواز کوي

نن ټکی آسیا: د ویکي لیکس تازه انکشافاتو په رڼا کې هغه خبرونه تایید شول چي ویل يې ناټو د پاکستان د فضايي حریم څخه په فوځي چارو کې استفاده کوي.

د امریکا د سفارت په یو تازه خپور شوي لیک کې چي په کال ۲۰۰۸ كي د امریکايي سفير له خوا واشنګټن ته لیږل شوي، ویل شوي چي د ناټو الوتکو په ورځ کې ۱۵۰ پروازونه کول، او دا خبره د پاکستاني چارواکو په علم کې وه.

سفیر زیاته کړې چي کله کله به په دغو الوتکو په سي د پاکستان د هوايي ځواکونو الوتکي رواني شولې، خو کله چي به امریکايي چارواکو د پاکستان د فوځ د چارواکو سره په دې اړه خبره وکړه نو الوتکي په بیرته شاته شولې.

په یوه بل لیک کې سفیر ویلي چي هغه کنټینران چي د پاکستان په ځمکه کی تیریږي، په هغوی کي هیڅ کله هم اسلحه نه وي، نو ځکه د پاکستاني میډیا هغه خبري چي د ناټو ځیني کنټینران چي په پاکستان کي ورک شوي او يا وسلوالو له خوا تښتول شوي، اوس يې په پاکستان کې اسلحه پلورل کیږي، بلکل بی بیناده خبري دي.

په لیک کې زیاته شوې چي په دغو کنټینرانو کې هیڅ نوعه اسلحه، او یا بل کوم حساس الیکتروني الات نه لیږدول کیږي.

د یادوني وړ ده چي ځیني پاکستاني مطبوعات امریکا په دې تورنه بولي چي پاکستان ته په کنټینرانو کې اسلحې را لیږي، او بیا چي کله دغه کنټینران د وسلوالو له خو وتښتول شي، او یا وسوځول شي، اسلحې يې بیا د پاکستان د غیرقانوني اسلحو په بازار کې پلورل کیږي.

ځینو خو لا دا هم ویلي چي امریکا قصدا پاکستان ته داسي اسلحې په کنټینرانو کې رالیږي، او بیا هغه کنټینران د پاکستان په مختلفو سیمو کي ورکیږي او اسلحې په بلیک مارکیټ کې خرڅیږي، او یا هم ځینو ډلو ته رسول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x