افغانستان

طالبانو د هلمند د برېښنا سب ستیشن ژغورلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱ تله، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه د بریدونو سره همهاله طالبانو ددې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د برېښنا سب ستیشن له چور او چپاول څخه ژغورلی دی.

تردې وړاندې د هلمند ولایتي چارواکو ادعا کړې وه، چې د طالبانو لخوا د سب ستیشن د ساتونکي کنډک تر نیولو وروسته ددغه ستیشن وسایل او تجهیزات عامو خلکو لوټلي دي، کومه ادعا چې طالبانو رد کړې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن د دوشنبې په ورځ د یو ټویټ په کولو سره داسې ویلي:

«د هلمند د بريښنا سب سټيشن ته تیر مازدیګر د ملکي خلکو لخوا لږ زیان رسیدلي وو، خو کله چې مجاهدین سیمې ته ورسیدل، خلک منعه شول او اوس د بريښنا مرکز ژغورل شوی. په دې اړه د دښمنو کړیو پروپاګند چې دا موضوع مجاهدینوته راجع کوي او یا وايي چا اور ورته اچولی حقیقت نه لري.»

د طالبانو لخوا د هلمند د برېښنا سب ستیشن د ژغورلو خبر په داسې مهال رسنیز کیږي، چې تردې وړاندې هم طالبانو د فراه د بخش آباد، د پکتیا د مچلغو او فاریاب د آب ګردان بندونو په ګډون د هېواد په مختلفو سیمو کې له عامه تأسیساتو څخه ساتنې او پاملرنې کولو سره ویلي وو، چې د هرقسم بنسټیزو پروژو ساتنه او ژغورنه یې خپله ملي وجیبه بللې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

وشرمیږی ژغورلي مو دی که چور کړی

نصرت

طالبان او ژغورل ډیره وړه خبره ده چی سرک په تراکتور او پلچلک په بمونو او مکتب په اورنو او عام خلک په ځانمرګو بریدونو سره لمنځه وړی نو برق سټیشن ورته د کومه مسلمان ښکاری هغه هم اشغالګرو جوړ کړی دی خپله خو والله که د ### نه می خبر یاست ستا په ### ..

طوطی

معلومه بشی. او کچیری یی نوی ژغورلی بیا نو پر طالبانو نور خلک باور له لاسه ورکوی ځکه که په آینده کی کابل ته راشی بیا نو هماغه د مجاهدینو چور او چپاول به وی. الله د وکړی چی سړکونه هم وژغوری او په تراکتور یی قلبه نکړی.

عظیمی

دا معلومه خبره ده چه په جنګ کی حلوا نه ویشل کیږی. خو بیاهم ملی دارای باید په هیڅ حالت کی تاوان ونه وینی. مګر هغه کسان چه په سپنه سترګو ملی دارای چور کوی. مثلأ رنګینه کارګر د پارلمان غړي. چه دا څورلس میاشتی ناسته په امریکا یا کاناډا کی ده او میاشتنی حقوق یی په حدود کی د ۶۵۰۰ ډالرو حوالی دی. دا چه وطن ته یی خدمت نه دی کړی بلکه ۹۱۰۰۰ ډالره یی نوره هم نوشیجان کړی دی. کولای شی رخصت بیدون معاش واخلی. داسی په زرهاوی افغانی میندی شته چه د ولادت په وخت مشکلات… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx