شعـــــرونه

د شریعت زغره/ عصمت الله بشام

عصمت الله بشام

مـه بــلــوئ پــر مـړو شــمـعې مسلمــان ملـتــه
مــشابــهــت ده لــه کافــر ســـره افـغــان مـلته

چي د یــو چا د کار ستایــنه کـړي په بله شمعه
لو نــاروا کــړي جاهــلان روشــن فـکـــران ملته

تکنــالوژي باندي سمبال چي زموږ انګړ ته راغلل
دا یرغــلګــر بــه ماتــوي پــه کلک ایــمان مـلته

غــاړي مــو وتــړي د مینې او وحدت پــه رسۍ
د نــفرتــو څــلي نسکـــور کـړي قهـــرمان ملته

د کلک ایمان او د توحید د تېرې  تورې پـه مټ
مـشال د رب د حکــوم بـل کــړي پر جهان ملته

ډیموکراتان د ازادي په نوم بربــنډ دي نــه کړي
د شریعــت زغــره پــه تن کـــړه قــدردان ملته

بـــشــام ادا بــه مســولیت کـړم د قلم  په ژبـه
ســــتا لــوڅــولــو تـــه راغـــلي کافـــران ملته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x