افغانستان

طالبان وايي، هلمند کې یې د خلکو د «ژغورنې» عملیات پای ته رسولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۹ل):

طالبانو د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه، نادعلي، ګرشک او نهرسراج ولسوالیو د پراخو سیمو له نیولو وروسته اعلان کړی چې د ولسي خلکو د«ژغورنې» عملیات یې پای ته رسولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله په یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړې، چې د تیرو دوه ورځو په جریان کې یې د هلمند ولایت مرکز او یو شمېر ولسوالیو هغه سیمې بیرته نیولي، چې څو میاشتې مخکې یې له لاسه وتلې وې:

«په هلمند کې چې کومې سیمې دمجاهدینو لخوا په تیرو دوه ورځو کې تصفیه شوې، دا ټولې هغه سيمې دي چې څو میاشتې وړاندې د دښمن د عملیاتو په پایله کې له موږ څخه نیول شوې وې. اوس کوم نوی تغیر ندی راغلی، مجاهدین د خلکو په غوښتنه بیرته هغو سیمو ته ستانه شول چې مخکې یې هم په ولکه کې وې.»

طالبان استدلال کوي چې په دغو سیمو کې د دولتي عسکرو، پولیسو او اربکیانو له پوستو څخه ولسي خلک په تنګ راغلي وو، ځکه یې د ولسونو په غوښتنه په دغو سیمو کې عملیات وکړل ترڅو خلک خپل عادي ژوند ته راوګرځي.

مجاهد وړاندې داسې لیکلي:«په دغو سیمو کې د دښمن لسګونه پوستو، قرارګاوو او د بې بندوباره عسکرو او اربکیانو شتون، خلک سخت تنګ کړی وو، غلا او لوټ تالان څوک عادي ژوند ته نه پريښودل، خلکو له امارت څخه مکرره غوښتنه وکړه چې دوی ته د دغو عناصرو له شر څخه نجات ورکړي.»

طالبان په داسې مهال هلمند کې د اربکیانو او نورو دولتي ملیشو څخه د خلکو د ژغورنې عملیات ترسره کوي، چې دوه ورځې وړاندې یې له غلو، چپاولګرو او اختطافګرو څخه د کابل ښاریانو د «خوندي» ساتلو په موخه کابل ښار ته د خپلو چریکي او عملیاتي ګروپونو د استولو اعلان کړی هم کړی وو، چې دغه ګام یې له پراخ ولسي ملاتړ او هرکلي سره مخ شو.

په هلمند کې د طالبانو پوځي عملیات په داسې مهال پای مومي، چې تیره ورځ د قطر پلازمینه دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د تماس ګروپونو یوځل بیا ناسته کړې او په اختلافي مواردو یې د بحث سربیره پرېکړه کړې چې خپلو ناستو ته به دوام ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبان چی دومره د خلکو په کیسه کی دی بیا یی نو ولی جنګ پر لشکرګاه کاوه؟ د ښځی په ګیده کی یی ماشوم پر مرمی وژلی دی ######ه چی د کافرو سره سوله کوی او افغانانو سره جنګ کوی د پ## عسکرو.

ترين

ههههههههههههههههههههه لکه چې کمانډویان درپسې در ورسیدل. تاسی خو لښکرګاه نیوله هههههههههههه

طوطی

ښه مو خلک وژغورل، ۵۰۰۰ کورنی مو مهاجرت ته مجبور کړل هر خواته روان د اوسیدلو ځای څوک نه ورکوی. د هغوی بدی دعاګانی به مو تباه کړی انشاءالله.

عظیمی

ستا بغیرته کمانو. د صفت وړ نه دی. که نه په لسهاووی به یی د طالبانو په زندانو کی شپی او ورځی نه تیره ولای. ستا د کماند د سرخیلان او بادارانو بمباری ودرولول. مګر باباجی او دریمه حوضی یی بیاهم په لاس کی دی. شاته سوی نه دی. ترین ته کماندو صفت مه کوه. چه د امریکایانوطیاری یی پر سر نه وی بیا ځغستا وګوره. د تازی په شان د جنګ د میدانه تښتی.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x