لیکنېنظــر

د سولې په روانو خبرو کې د هلمند جګړه، ولې؟

خالد ځدراڼ

که نېږدې تیر شوی یوکلن تاریخ سړی له سترګو تیر کړي، د تیر په پرتله طالب ځواکونو په جګړه کې د پام وړ کمښت راوستلی، که ووایم چې په سلو کې یې ۸۰% جګړه درولي هم به درواغ نشي!

طالب د ولس حلاتو مجبوره کړ چې جګړه کې د پام وړ کمښت راولي او بل لور امریکایی ځواکونو هم د اشغال د خاتمې تړون ورسره لاسلیک کړ، طالبانو له امریکایانو سره منلي چې تاسو ته به پر آمن لار در کوو او امریکا به هم په مقابل کې د طالبي ځواکونو روزنتونونه، مرکزونه یا ګزمایي قطارونه نه په نښه کوي.

لکه څرنګه چې اسلام هم ویلي چې کفار د مسلمانانو دوستان نشي جوړېدلی، یعنې هیڅ په خپله وفا ولاړ ندي نو ځکه خو یې په یاد تړون کې طالبي ځواک له داخلي عسکرو (کابل ګوډاګیانو) څخه له تعروضي برید ندی منع کړی، خو طالب د حسن نیت په خاطر په داخلي عسکرو نه یوازي دا چې تعروضي بریدونه بند کړل بلکې ددوی په قراګاوو یې سرتیري بریدونه هم بند کړل.

مقابل طرف (کابل ګوډیانو) د طالب له دغه حسن نیت څخه غلته استفاده وکړه، د کابل چارواکو به وخت ناوخت د رسنیو له لارې طالب ته په پېغوریز شکل ویل چې اوس تاسو د جګړې توان له لاسه ورکړی، تاسو د تعروضي بریدونو څخه صفر یک او صفر دوو قطعو غورځولي یاست، خو حقیقت کې یادو قطعاتو ټول عملیات د ولس د وژلو او ربړولو سبب شوي، یعنې طالب مجبوره شو چې خپل قوت وښایي.

بلخوا به تاسو په تیرو یو څو اونیو کې د زابل له ولایته یوه خپره شوې ویدیو پر ټولنیزو رسنیو لیدلي وي؟ چې په هغې کې د اردو یو څو ځوانان د طالبانو له مړو اندامونه په تبرونو غوڅوي او مخونه یې د تبرونو په واسطه سره بیلوي چې د وحشت عوج یې کراس کړی او د طالبي ځواکونو د غصې د راپارولو سبب شوه!!

بلخ کې هم زابل ته ورته وحشت وشو، د طالبي ځواکونو د مړو له جسدونو اندامونه غوڅ شول…

همدغه شان درې، څلور ورځې وړاندې پکتیا کې هم د صفر یک قطعې لخوا، نۀ هېردونکي وحشت طالبان سخت قهرجن کړل، هغلته یادې قطعې د طالبي ځواکونو مړي د ټانګونو پر بنټ دپاسه لپ لغړ راځوړند کړل او د ګردیز د ښار په منځ کې یې د خلکو د عبرت لپاره وګرځول.

یاد شوي ظلمونه د کابل د ګوډګیانو د ظلم څو کوچنی نمونې وې چې مادرته په ګوته کړې، یعنې دغو وحشتونو طالبي ځواکونه دې ته مجبور کړل تر څو خپله غصه په یو تهجمي تندریز ګزار یخه کړي، چې بلاخره د کابل د ګوډګیانو سره تړلي د هلمند له ګډګیانو یې ګړز پورته کړ چې سلګونه تلپات یې ور واړول او جګړه لا هم شروع ده.

که مقابل طرف (کابل ګوډګیان) رښتیا هم د سولې او امن تږي وي؟ نو باید د سولې له شته فرصت ګټه پورته کړي، په کوچنیو مسایلو وخت ضایع نکړي، طالبي شملورو ته د افغانانو د هوسا ژوند په خاطر او د یو نوي افغانستان د جوړولو په بنیاد پرته له کوم لالچه خبرو ته وروړاندې شي او شته مسئله ژر تر ژره د خبرو له لارې حل کړي. که داسی ونکړي دا یو روڼ حقیقت دی چې د تیر شوي تاریخ (اریانا چوک) یاد به بیا تازه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نورعلي

تا امريکا محاصره کړې وه چې له تا يې امن لارغوښته؟؟؟ د قلمجار خبره کښېنه مړه په دې بې مونتېکه دليل. ستاسې او د امريکې يارانه له دوه زره څوارلس کاله راروانه ده، په يو بل ټک نه کوئ، په ګډه مو په شينوارو او خوږياڼو کې د داعش خلاف عمليات تر سره کړه. يوازې په دوه زره اتلس کال کې ديارلس امريکايان وژل شوي، هغه هم طالب نه دي وژلي. يو امريکايي د قرارداد په دوران کې ووژل شو، تر امير الطابيون مو ټولو بخښنې غوښتې چې سهواٙٙ وژل شوی. امريکا لا په دوه زره څوارلس کې وتله دا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx