افغانستان

د بلخ اوسېدونکي: عسکر په ولس توپچي بریدونه کوي او د وسلو په زور کورونو ته ننوزي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، عسکر د وسلو په زور کورونو ته ننوزي او په هغوی باندې د طالبانو د همکارۍ تورونه پورې کوي.

د اوا خبري اژانس د راپور په اساس د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي تېره ورځ د بلخ د ولایتي شورا په انګړ کې راټول شوي وو او اعتراض لري چې سیمه کې مېشت دولتي ځواکونه پر ولس مېشتو سیمو توپچي بریدونه کوي، د تګ او راتګ په لاره کې خنډونه جوړوي او د وسلو په زور د عامو خلګو کورونو ته ننوزي.

اعتراض کوونکي حکومت په ځانګړي ډول دولتي عسکر د طالبانو په وړاندې «بې وسي» ګڼي او په خبره یې، دوی له وسلو سره، سره د طالبانو مخه نشي نیولای؛ خو په عامو خلګو د طالبانو د همکارۍ تورونه لګوي او له هغوی غواړي چې د طالبانو په وړاندې ودرېږي.

دوی پر حکومت غږ کوي، چې ستونزو ته یې حللاره ومومي او که چېرې هغوی خپل هیوادوال نه بولي؛ نو له دې ځایه دې ورته د کوچېدلو خبره وکړي.

د اعتراض کوونکو په استازیتوب «معلم حبیب الرحمن» وویل، په چهاربولک ولسوالۍ کې دولتي عسکرو پر ولسي وګړو له کوره د وتلو قیودات لګولي، بزګران خپلو کښتونو ته تګ نشي کولای او  د دولتي ځواکونو له لوري ولسي وګړو ته تلفات اوړي چې نور د زغم وړ نه دي.

ورته مهال د بلخ د ولایتي شورا رییس «محمد افضل حدید» هم د اعتراض کوونکو ستونزې تاییدوي او له هغوی سره ژمنه کوي چې مشکلات به یې له ولایت مقام او امنیتي مسئولینو سره شریکوي.

هڅه مو وکړه په همدې تړاو په ولسي جرګه کې د بلخ د استازي «ګل رحمن همدرد» نظر واخلو؛ خو نوموړي یاده کړه، چې له موضوع اګاهي نه لري او په جریان کې نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

همداسی کار طالبانو پکتیا کی کړی او دری کسه یی شهیدان کړی. ولس له دواړو بیزاره ده له دی دوی دواړه هم طالب او حکومت ورک کړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx