ټولنیزه برخه

ای انسانه!

محمد نبي سلطاني

پام دي وي! ستا پيدایښت تصادفي نه دئ، ته عبث نه ئې پیدا سوی او نه هم ستا له جوړښت او پيدا یښت سره دا ښايي، چي ته دي د حيواناتو په څېر ځان له هر مسئولیته خلاص وګڼې.

فکر دي وي! ته د مځکي پر مخ د الله تعالی خليفه ئې، د مځکي د سمون او بدلون، د اصلاح او فلاح چاري ئې تا ته در سپارلي دي، ته الله تعالی قوي پيدا کړی ئې، د ژوند په چارو کي ئې نسبي ازادي درکړې، ته د ټولو ښېګڼو مستحق ئې، ستا د ژوند په کتاب کي ټول مسائل حلېدونکي دي، د مځکي پر مخ ټول نعمتونه ستا لپاره پيدا سوي او ستا په مخ کي انبار سوي دي؛ نو ځکه خپل ځان ته ارزښت ورکړه، د خپل شخصیت د جوړولو او سمولو هڅه وکړه، په خپل ځان ووياړه او خپل ځان تر هرچا خوشبخته وګڼه، د الله تعالی شکر ادا کړه، چي په دنياکي د ژوند کولو موقع او جنت ته د داخلېدلو فُرصت ئې درکړی.

ته پوهېږې! چي ته د الله مریی ئې او مريى هغه چاته ويل كېږي چي: پر بل خرڅ سوى وي او خپل واك ئې په بشپړه توگه هغه ته سپارلى وي. د ده په واك كي چي څه وي هغه د ده نه؛ بلكي د ده د آقا او مالك وي. هيڅ كار په خپله خوښه او د خپلي مرضي مطابق نه سي كولاى، يوازي هماغه څه كوي چي خپل آقا ورته امر كړى وي. په خپلو ټولو كړو وړو كي د خپل مالك او بادار رضاء لټوي، د خپلي رضاء لپاره هيڅ نه سي كولاى. مريى نه شخصي دوست لري او نه دښمن، د آقا دوست ئې دوست او دښمن ئې دښمن وي.

نو اې فکر دي وي! داسي ژوند باید ته وکړې چي الله تعالى ئې تا ته لارښوونه او سپارښتنه كړې، ستا ناسته او ولاړه، ويښه او خوب، پټی او دفتر، كار او زیار، ليكل او لوستل، خوراك او چيښاك او ټول نور ورځني كارونه دي باید له دې دائرې يوه شېبه ونه و ځي.

فکر دي وي، چي بيا گرځېدنه دي د الله لوري ته ده، الله ته به ورځې، د خپلي هري کړني حساب به ورکوې او د خپل هر عمل بدله به وينې؛ نو پام د دنيا دا څو ورځنی عش و عشرت، غناء و شتمني، جاه و جلال، مقام و چوکۍ، مال او دولت دي مغرور نه كړي، د طغيان او سر کښۍ سبب دي ونه ګرځي.

ګوره پام کوه! مرگ درته په كمين كي دئ، که زر کاله ژوندی ئې خو اخير مرګ درته راځي،  ستا په څېر ئې د ډېرو مغزي مات کړي، ستا په څېر ئې د ډېرو ککرۍ کت کړي او ستا په څېر ئې ډېر د ژوند له نعمته بې برخي کړل.

ګوره! حتمي به د مرګ تر خوا تېرېږې، په دام كي به ئې لوېږې، یووخت به له داسي حال سره مخامخ سې، چي نه به دي دفتر وي، نه قدرت، نه به دي نوم وي، نه به دي نښان، نه به دي اولاد وي نه دوستان؛ یاغيتوب او باغیتوب، طغيان او سركښي به دي پاى ته رسېدلي وي؛ بلکي یوازي به د خپلو اعمالو سره د خپل رب په مخکي ولاړ ئې.

نو پام کوه!  ستا هر څه (ثروت او شتمني، توان او طاقت، وړتياوي او استعدادونه، هنر او كمال، جاه او جلال، وجاهت او اعتبار) په اصل كي د الله تعالى دي، ته چي څه په واك كي لري، ټول الهي امانتونه دي، اصلي مالك ئې الله دئ، ستا ټول الهي عطايا دي، اصلي (مرجع) ئې الله تعالى دئ، هغه به د دې په اړه وروستۍ فيصله كوي او په پاى كي به دا ټول په ميراث پرېږدې او ايكي يوازي به د ده پر لوري درومې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x