دیني، سیرت او تاریخټولنیزه برخه

“د سمرقند او بخارا په وینو لړلی ژوند”

لیکوال: مولانا اعظم هاشمي

ژباړه: لمر شرفزوی

۳۸کاله تېر شوي، خو هغه شپه مې کله هم نه هېرېږي؛ اوس مې هم د ذهن په څنډه کې هغه وژونکې شېبې نقش دي. د شپې او ورځې له پرلپسې تسلسل سره سره یې په جدیت کې کوم کمی ندی راغلی.

ګوندې اوس یې داسې وینم، چې مور مې د دېوال له احاطې او زما د رخصت کولو پر وخت راته وایي:

“زویه! الله دې ساتونکی شه، زما نصیحتونه هېر نکړې؛ کنه نو نا ارامه به شې”.

دا د ۱۹۳۱ ز کال د فبروري د میاشتې د پای یا د مارچ د لومړیو پېښه وه. زه په کور کې د تُرکي تخت پر سر په خوب ډوب اوږد پروت وم، چې مورجانې مې په نرمو لاسونو ټکان راکړ او راویښ یې کړم. په خوبولو سترګو کېناستم؛ سمدستي مې په ذهن کې ټوله کیسه انځور شوه او هغه شېبې چې ما او مور مې د هغو په اړه مشورې کړې وې رارسېدلې وې.

مور مې راته ووې:
‘زویه! پورته شه اودس وکړه”

زه پورته شوم، اودس مې وکړ؛ مور مې هم اودس وکړ. دواړه د الله دربار ته په سجده شوو؛ دوه رکعته نفل مو وکړل. مور مې یو شمېر اوراد او وظیفې وویلې او پر ما یې کُف کړې؛ بیا پخلنځي ته ننووته او له پينځلس شلو دقیقو وروسته له دسترخوان او د مړز د کباب له سیخانو سره راغله. کباب یې په خپل مبارک نرم او نازک لاس ماته په خوله کې راکړ. کله چې د ډوډۍ له خوړلو فارغ شوم؛ مور مې راته ووې:
“زما د زړه ټوټې! پورته شه او خپل معصوم ورونه او خویندې په ژوند یو ځل ووینه”.

زه د ماشومانو د تخت لوري ته په بیړه ورغلم. معصوم ورونه او خویندې مې لکه پرښتې له دې فاني نړۍ بې خبره په خوب ډوب ویده وو. د معصومیت ځلا یې په مخونو کې روښانه وه. په نوبت مې د هر یو پر تندي لاس کېښود او له الله څخه مې ورته خیر او بخښنه وغوښته.

زما لپاره هغه شېبې ډېرې زغم ازمویونکي وې او د مینې او شفقت څپې مې د زړه په تل کې څپاندې وې. فکر مې کاوه، چې خپل خواږه ورونه او خویندې به بیا ونه وینم. په همدې فکرونو کې وم، چې د اوښکو څپو مې د بڼو شاوخوا کړۍ جوړه کړه؛ هڅه مې وکړه چې خپلې اوښکې په بڼو کې دننه وچې کړم.

مور مې ۴۰ کلنه وه، خو د ځوانانو په نسبت ډېره همتناکه وه. یوه شېبه یې پر ما وژړل. بیا یې راته ووې: “راځه زویه!”.

په اواز کې یې لږه لړزه وه او کوښښ یې کاوه، چې خپل جزبات او احساسات کابو کړي. د بالښت په څېر وړه بستره یې له ځان سره واخیسته او روانه شوه؛ زه ورپسې روان شوم. له کوټې انګړ ته ووتو او له انګړه مو د بڼ پر لور مخه کړه. د بڼ په دروازه بڼ ته ننوتو. اوس تر شنه او پراخه اسمان لاندې د شنو ونو او ښکلو ګلانو د بوټو په منځ کې ولاړ وو.

مور مې زما تندی ښکل کړ او ویې وې:
” زویه! ته زما د زړښت ځواک او زما د هیلو مرکز یې، خو لکه څنګه چې وینې ته نشې کولای د یو مسلمان وګړي په توګه په خپل خواږه هېواد کې زما خدمت وکړې؛ ځکه خو زه تاته د دین، ایمان او ګران هېواد د ساتنې لپاره اجازه درکوم، چې یو خپلواک هېواد ته هجرت وکړې، خو په یو شرط او هغه دا چې تر خپلې وسې د ترکستان د مسلمانانو بې وسي اود سپېڅلي دین د سپکاوي حال خپلواکو ولسونو او د ټولې نړۍ مسلمانانو ته ورسوې.

ګرانه زویه! ما تاته کله هم بې اودسه شیدې ندي درکړي؛ که تا دا مقصد هېر کړ، نو زه به له تا خوښه نه یم؛ پر قول درېدل د انسان عظمت او مجد دی”.

بیا یې د بالښت په څېر بستره راوسپارله، چې دوه نیمې کیلو وزن به یې درلود. راته یې ووې:
“دا امانت وساته؛ ددې په منځ کې د قران ډېره ساتنه وکړه. کله چې خپل منزل او مقصد ته ورسېدې، نو د قران دا شته پوښ نوی کړه او دا کاغذي پوښ یې په خپل لاس څېرې او وسوځوه، ایره یې په سیند یا کوم ځای کې ښخه کړه، خو پام دې وې چې هیڅ څه دې له پلرني هېواد څخه بې پروا نکړي، د هیله منو هیلې هېرې نکړې؛ څوک چې ستا د پالونکي دښمن او د مسلمانانو د هېواد غاصب وي؛ هغه کله هم ستا ملګری او پرمختګ غوښتونکی نشي کیدی. ډارن انسان تل له خپل منزل او موخې بې برخې پاتې کېږي؛ مړینه یو ځل راځي، خو له ایمان پرته بله ستره پانګه نشته، مېړنی له خپلې خبرې نه اوړي. څوک چې دې درې خبرو ته پاملرنه نه کوي دده شتون اصلاً د پایښت وړ ندی”.

مورجانې مې تر ډېره ماته پند او نصیحت وکړ. درې یا پاو باندې درې بجې وې او د چرګانو غږونه مې د شپې په چوپتیا کې تر غوږونو کېدل؛ روښنایي په کراره کراره کمېده او د ونو سیوري پراخېدل. مونږ له بڼه تېر شوو او د چاردېوالۍ دېوال ته ورسېدو. مورجانې مې مبارک لاسونه پورته کړل او دعا یې راته وکړه. بیا یې زما پر سر او تندي د شفقت لاس تېر کړ؛ راته کړل یې:
“ځه زویه! الله دې ملاتړی او مرستندوی اوسه”.

ما په وروستي ځل د کور او بڼ پر لور وکتل؛ ځکه په دې باغ کې مې ډېر بوټي په خپل لاس ایښي وو؛ د زړه په وینو او د تندي پر خولو مې اوبه کړي وو او په همدې هستوګنځي کې مې نړۍ ته سترګې غړولې وې، را لوی شوم او د ځوانۍ پړاو ته ورسېدم. هغه کور چې په پېړیو یې همدا کورني دودونه  او هره تیږه یې تېرې کیسې او د ماشومتوب یادونه رایادوي. سوړ اسویلی مې وکړ؛ له مور سره مې مخه ښه وکړه او د دېوال له سره مې د باندې خېز کړ. د بڼ او کوڅې تر منځ یوه هدېره وه، چې چوپتیا یې فضا په بشپړه توګه وېروونکې کړې وه. ما چې ړنګو قبرونو او د خاورو دېوالونو ته وکتل، نو پر بدن مې وېره راغله. په زړورتیا هدېرې ته ننوتم او مور راکړې ډالۍ مې په لاس کې وه. څو ګامه وړاندې تللی وم، چې له بڼه مې د “هو” غږ واورېد. په بیړه بېرته وګرځېدم او بڼ ته ننوتم؛ مور مې د دېوال څنګ ته بې هوښه پرته وه. د اوبو څو څاڅکي مې یې پر مخ ور وپاشل ؛ سترګې یې وغړولې او چې زه یې له ځان سره ولیدم، نو ویې وې:
“ولې بېرته راغلې؟ خپل سفر مه خرابوه، زما ساتونکی هغه قادر او واکمن ذات دی، چې د هغه پر شتون عقیده او باور د هر ژوندي د ژوند پانګه ده”.

زه بېرته له بڼه راووتم او د نامعلوم منزل او نامشخص سرنوشت په لوري مې ګامونه پورته کړل.

نور بیا….

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x