نظــر

حقوق زن

حفيظ الدين پيرزاده

د ۲۰۱۸ م کال په نیمایي کې مې د سیگار یو راپور ولوست چې له مخې یې امریکا د افغان میرمنو د استعداد او ظرفیت لوړ‎ولو لپارہ د یو ایس ای ډي له لیارې د رولا غني دفتر ته د ۲۸۰ میلونه ډالرو بودیجه ورکړ‎ې وہ.

دا پیسې په ۲۰۱۵ م کال کې ورکړ‎ل شوې وې چې د بي بي گل د اختلاس، فساد او خیانت بوی ترې درې کاله وروسته ھغه مھال را ووت کله چې امریکایي ادارې سیگار پرې راپورتاژ چمتو کړ‎.

د سیگار په راپور کې راغلي: دا پیسې د بي بي گلې دفتر ته د ۷۵ زرہ ښځو د کاري ظرفیت لوړ‎ولو لپارہ ورکړ‎ل شوي خو بي بي گل او دفتر یې یواځې د پنځوس او شپیتو ښځو په شاوخوا د کاري ظرفیت پر لوړ‎ولو بریالي شوي.

د سیگار او نورو امریکایي څیړ‎نیزو بنسټونو په حواله د ۲۸۰ میلونه ډالرو څخه یواځې یو میلون یې پر ځای لگیدلي او د پاته ۲۷۹ میلونه ډالرو لا تر اوسه داسې سمه پخه او کرہ پته نه دہ لگیدلي.
گوډ اتمر چې ھغه مھال د غني پر اخور نه څرید، رسنیو ته ویلي و: د دې پیسو له جملې څخه ۱۵۵ میلونه ډالر د غني، رولا و اولادھما شخصي بانکي حسابونو ته لیار پیدا کړ‎ې.

په سپتمبر ۲۰۱۸ م کې کله چې دې خبرو په افغاني رسنیو کې غوغا جوړ‎ہ کړ‎ہ، بي بي گل د رسنیو په مخ کې را ښکارہ شوہ او اعلان یې وکړ‎ چې یادې پیسې ټولې پر ځای مصرف شوي؛ ھغې وعدہ وکړ‎ہ چې د دې پیسو د مصرف ټول مدارک به د رسنیو له لیارې له ولس سرہ شریک کړ‎ي!!

د بي بي گل پر وعدې تقریبا دوہ کاله واوښتل خو تر اوسه نه مدارک له ملت سرہ شریک شول او نه د بي بي گل له اړ‎خه کوم مقنِع وضاحت!

زہ اوس د غني په ھغو جمبوریانو غږ‎ کوم چې ھغه ته بابا وایي او ورته وایم د خپلې نیا د سپیناوي لپارہ را میدان ته شئ!

شته داسې کوم د حقوق زن مدافع ارگبکی او که دې کې ھم د پنجاب لاس دی؟!!!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمت الله

بدون شک که این پول مصرف شده اما در ترویج فحشا و بی دینی زنان و باغی ساختن آنها از قوانین شریعت اسلامی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x