
کندز: د دولتي عسکرو هاوان برید کې ۱۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۹ل): په کندز ولايت کې د ملکي وګړو په کورونو د دولتي عسکرو له لوري توغول شوي توغندي لګېدلي چې له امله يې ۱۱ تنو ملکي وګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
راپورونه وايي چې دغه پېښه تېره ورځ د کندز ولايت مرکز شورابي قشلاق سيمه کې رامنځته شوې ده.
په دغه بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
له سيمې څخه د ترلاسه شويو معلوماتو په اساس په دغه بريد کې يو جومات هم نړېدلی دی.
تر اوسه د کندز ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل شي چې د دولتي عسکرو له لوري وخت ناوخت د ملکي وګړو په کورونو د هاوان بريدونه کيږي چې له امله يې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.