افغانستانسولې اړوند خبرونه

ډاکټر نعیم: مقابل لوری په مذاکراتو کې د «قران او سنت» له موضوع تبلیغاتي استفاده کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوي تر منځ خبرې ټکنۍ شوې او د کابل چارواکو پر طالبانو تور پورې کړی چې د دوحې تړون ته پر قران او سنت ارزښت ورکوي او نه غواړي مذاکرات د «قران او سنت» په اساس مخته یوسي؛ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» وایي، مقابل اړخ د «قران او سنت» له موضوع تبلیغاتي استفاده کوي او د یوې بهانې په شکل یې استعمالوي.

ډاکټر نعیم په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې ددوی د وړاندیز  په اساس د ناستو په طرزالعمل کې یوه ماده داسې شته چې هر توافق به د اسلامي احکامو په رڼا کې ترسره کېږي او مقابل لوري هم منلې ده؛ خو  له دې سره، سره په بیا بیا د «قران او سنت» موضوع د یوې بهانې په شکل استعمالوي او غواړي تبلیغاتي استفاده ورڅخه وکړي.

د نعیم په خبره، کله چې مقابل لوري د «قران او سنت» موضوع مطرح کړه دوی د «بن بست» د ماتولو په خاطر ورسره ومنله او له هغوی یې وغوښتل چې یوه ماده به داسې کړو چې د «دوحې د توافقنامې په اساس او د قران او سنت د تطبیق او د یوه اسلامي نظام د رامنځته کولو په موخه» به ټولې پرېکړې د قران او سنت په رڼا کې کېږي؛ خو د نعیم په خبره، هغوی دا خبره ونه منله او یاده یې کړه چې ددې مادې مفهوم ددوی اوسنی نظام «غیر اسلامي» معرفي کوي.

نعیم وړاندې زیاته کړې چې «قران او سنت» باید «هوایي شعارونه» نه وي او که څوک يې رښتیا هم غواړي نو د «تطبیق» لپاره یې باید هڅه وکړي.

د نوموړي له قوله، ټینګار یې اوس هم دادی چې د دوحې توافقنامه باید د مذاکراتو لپاره باید د یو اساس په توګه وپېژندل شي؛ ځکه دا توافقنامه د کابل له لوري رد شوې نه ده او ټول جزئيات یې وخت په وخت له هغوی سره شریک شوي «کله چې جزئيات ټول له هغوی سره شریک شوي او هغوی هماغه مهال انکار ترې نه دی کړی؛ نو بیا اوس مخالفت څه معنی لري.»

نعیم د کابل-امریکا اعلامیه یو بې ارزښته شی بولي، چې دده له قوله، طالبانو سره يې په اړه هیڅ بحث نه دی شوی او نه هم ددوی له لوري منل شوې.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او د کابل د مذاکراتي ټیم تر منځ له تېرو څو اوونیو راپدېخوا د ناستو د طرزالعمل په اړه خبرې روانې دي؛ خو لا هم توافق نه دی ورباندې شوی.

سرچینې وایي، د طرزالعمل د نورو مادو په اړه توافق شته خو دا چې د دوحې تړون به د راتلونکو توافقاتو بنسټ وي؛ لا هم یوه ناحله موضوع ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

لږ وخت پاته دی چی باداران یی ټوله ووزی ، د بادار او د ولس رټل سوی غلامان به بیا پدی مذاکراتو پسی ارمان کوی . دوی سم وهل غواړی .
تا نباشد چوب تر
فرمان نبرد ګاو و خر

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx