شعـــــرونهپښــــتو ادب

طالب جانه درته غر په ملا خم دی

احمدګل ريان

سر راپورته کړه ملنګه سپېده دم دی
د يو نوي ژوند دعا ته ولس تم دی

ها ساده زلمکی وينې چې رادرومي؟
دا اُميد هم د عرب هم د عجم دی

نن مو زړونه د بوډۍ ټال کې زنګيږي
د اسمان سترګو کې پنډ د خوښۍ نم دی

شمله وره! چې دې نوم ورباندې ليکم
ګواګې لاس کې مې د سرو زرو قلم دی

د نښترو لاس يې ايښی پر سينه دی
طالب جانه درته غر په ملا خم دی

خاکساري دې مثالونو کې يادېږي
او غيرت دې چا ويل چې له چا کم دی؟

بدخواهان دې چې سلام ته هوسېږي
بس چې غم دی، د ريان همدغه غم دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx