افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: نظام له چا څخه په خیرات کې نه غواړو، د کابل نیوز څرګندونې بې بنسټه دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کابل نیوز په نوم یوه تلویزون د یوه طالب چاوراکي په حواله ادعا وکړه، چې د دوحې په تړون کې د طالبانو او امریکا تر منځ پټ توافقات شته او امریکا طالبانو ته د واک د انتقال ژمنه ورکړې؛ طالبان وایي، یادې څرګندونې بې بنسټه او د سوله ییزو هڅو د تخریب هڅې دي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» پر خپل ټویټر باندې د کابل نیوز څرګندونې رد کړې، «افواهات» يې بللې او په خبره یې «دا ډول پروپاګند د روانو سولیزو پروسو د تخریب لپاره یوه هڅه ده.»

مجاهد وړاندې زیاته کړې، چې دوی کورني موضوعات له بهرنیانو سره نه مطرح کوي او نه هم «نظام او حاکمیت» له چا څخه په خیرات کې غواړي «اسلامي امارت له چا څخه نظام او حاکمیت په خیرات کې نه غواړي، که داسې څه کول ممکن وای موږ به شل کاله مبارزه نه کوله، بلکې هرڅه به مو په معامله تر لاسه کول.»

یاده دې وي، چې کابل نیوز په خپل یوه راپور کې د طالب چارواکي له قوله ادعا کړې وه چې طالبان او امریکا د دوحې په تړون کې پټ توافقات لري او په یاد تړون کې له طالبانو سره ژمنه شوې چې که بین الافغاني مذاکرات د دوحې د هوکړې په بنسټ بریالي نشول، امریکا به واک طالبانو ته انتقالوي.

په یاد راپور کې ددې تر څنګ ویل شوي وو، چې د دوحې تړون په پټو توافقاتو کې طالبانو ژمنه کړې چې د امریکا ګټې به ساتي.

د دوحې د تړون په تړاو د کابل نیوز راپور داسې مهال دی، چې په قطر کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوي تر منځ د ناستو د طرزالعمل په تړاو خبرې روانې دي او د یوې میاشتې په تېرېدو لا هم دا موضوع نه ده حل شوې، چې د دوحې توافقنامه به د راتلونکو توافقاتو بنسټ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبانو ته: تاسی او خدای ستاسو یی پر نظام او حکومتداری څه. غواړی بیا امارت رامنځ ته کړی؟ وهل ډبول شروع کړی، لاس او پښی پری کړی کم معیوبین لرو چی نور هم زیات شی. تاسو د هر څه ځواب د توپک په خوله وایی نه انسانیت تاسو ته مطرح دی، نه منطق لری هغه د قاری عیسی خبره ##. ټول عام المنفعه وسایل او ځایونه مو په هلمند کی ویجاړ کړل لکه سړکونه مو چی په تراکتورنو ویجاړه کړی. تاسو خلکو ته نور د چا هیله نکیږی مګر د یو څو ###ما سوا.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx