ټکنالوژي

ایپل پر 5G ټکنالوژي سمبال د ایفون له ۴ نوي موبایلونو پرده پورته کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۹ل): د ايپل مشهور امریکایي شرکت د روان کال د ایفون ۱۲ څلور موبایلونو څخه بالاخره پرده پورته کړه چې پر 5G ټکنالوژي سمبال دي.

ایپل شرکت څرګنده کړې چې دوی د فایو جي ازموینې د ۱۰۰ شرکتونو سره د نړۍ په ۳۰ سیمو کې ترسره کړي چې حیرانونکی خوندیتوب او سرعت لري، او د داسې وایفای سره به نه وصل کیږي چې خوندي نه وي.

دغه موبایلونه د ګوتې کولپ پرځای د مخ ایډي لري او د چټک چارج وړتیا لري چې په ۳۰ دقیقو کې ۵۰ سلنه موبایل چارجوي.

د ایفون په ۴ وړاندې شویو نسخو کې د وایرلس چارجینګ ځانګړتیا ورکړل شوې، دغه راز یاد موبایلونه د ګرد او اوبو ضد دي. په دې موبایلونو کې A14 پروسیسر ورکړل شوی چې له تېر A13 څخه ۴۰ او د اندراید لرونکو موبایلونو څخه ۵۰سلنه چټک او غوره دی.

باید وویل شي چې دغه موبایلونه به له ځان سره چارجر او غوږۍ ونه لري، ایفون په پام کې لري د اقلیمي بدلون کې کمې راوړي. دوی به چارجر او غوږۍ جلا پلوري.

ایفون ۱۲ مني – Iphone 12 Mini

دغه موبایل ته په لومړي وار د مني نوم ورکړل شوی چې ۵.۶ انچه ډیسپلی لري، شرکت وایي، د نړۍ تر ټولو کوچنی، نری او سپک موبایل دی چې په 5G ټکنالوژي سمبال دی.

دغه موبایل شاخوا ته دوه کامرې لري چې ۱۲-۱۲ میګا پېکسله دي او چټک آپرچر لري. کولی شي په کمه رڼا کې غوره عکس واخلي. دغه راز ۱۲ میګا پېکسله سیلفي کامره لري.

iPhone 12 and iPhone 12 mini in the blue aluminum finish.

 

ایفون ۱۲ – IPhone 12

د ایپل په وینا، ایفون ۱۲ (۶.۱) انچه OLED سکرین لري، چې د تېر موبایل په پرتله ۱۱ سلنه نری، ۱۵ سلنه کوچنۍ څنډې او ۱۶ سلنه سپک دی.

په ایفون ۱۲ کې شاخواته ۲ کامرې ورکړل شوي چې ۱۲-۱۲ مېګا پېکسله دي، د ایپل په وینا په کمه رڼا کې د غوره عکس اخیستلو وړتیا لري. دغه راز د ۱۲ میګا پېکسله سیلفي کامره هم لري.

د ایفون ۱۲ میني ۶۴ جي بي نسخه (۶۹۹) امریکایي ډالره بیه لري. د ایفون ۱۲ «۶۴» جي بي حافظه لرونکې نسخه بیا (۷۹۹) امریکایي ډالره بیه لري، دغه موبایلونه د ۱۲۸ او ۲۵۶ جي بي نسخې هم لري چې بیې به یې مختلفې وي.

ایفون ۱۲ او ایفون ۱۲ مني موبایلونه به په پنځه رنګونو، شین، سور، سپین، تور او نیلي کې وړاندې کیږي، دغه راز سیده څنډې لري او چوکاټ یې له المونیم څخه چمتو شوی دی.

ایفون ۱۲ مني به د اکتوبر له ۱۳مې او ایفون ۱۲ به د اکتوبر له ۲۳مې بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

iPhone 12 Pro and iPhone 12 Pro Max model the gold stainless steel finish.

ایفون ۱۲ پرو – IPhone 12 Pro

دغه موبایل ته ۶.۱ انچه ډیسپلی ورکړل شوې چې شاخوا ته ۳ کامرې لري، ددې کامرو یوه ځانګړتیا دا ده چې د پخوا په پرتله په کمه رڼا کې ۶ چنده زیات په غوره کیفیت د عکس اخیستلو وړتیا لري.

لومړۍ کامره یې ۱۲ میګا پېکسله پراخه چې F-1.6 په کې ورکړل شوی، د شرکت په وینا په کمه رڼا کې ۲۷ سلنه په غوره کیفیت د عکس اخیستلو وړتیا لري، دوهمه یې ۱۲ میګا پېکسله د ټيلي فوټو چې ۴ ایکس زوم لري او دریمه یې هم ۱۲ میګا پېکسله ده چې د اضافي پراخې زاویې لپاره ورکړل شوې ده.

ایفون ۱۲ پرو ماکس – IPhone 12 Pro Max

دا د ایپل تر ټولو ګران بیه موبایل دی، په دې کې ۶.۷ انچه ډیسپلی ورکړل شوې او د بیترۍ ژوند یې هم له نورو غوره دی.

د ایفون ۱۲ پرو ماکس کامرې هم ایفون ۱۲ پرو ته ورته دي خو دا په کمه رڼا کې ۸۷ سلنه د غوره عکس اخیستلو وړتیا لري. دغه راز د ۱۲ میګا پېکسله د سیلفي کامره هم لري.

په ایفون ۱۲ پرو او پرو ماکس کې د سرامکس شیلډ په نوم داسې ټکنالوژي ورکړل شوې چې د شرکت په وینا د غورځېدو په حالت کې موبایل له خرابېدو او ګریدو ساتي.

د ایفون ۱۲ پرو موبایل چې ۱۲۸ جي بي حافظه ولري بیه (۹۹۹) امریکایي ډالره ده. د ایفون ۱۲ پرو ماکس بیه چې ۱۲۸ جي بي حافظه ولري (۱۰۹۹) امریکایي ډالره ده، دا موبایلونه به د نومبر میاشتې په لومړۍ لسیزه کې د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې شي. دا دواړه د ۲۵۶ او ۵۱۲ جي بي حافظې نسخې هم لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x