افغانستان

پکتيا کې ۱۵ دولتي عسکر طالبانو سره يو ځای شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسليميدو لړۍ په دوام تيره ورځ يو ځل بيا په پکتيا ولايت کې ۱۵ دولتي عسکر طالبانو سره يو ځای شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د پکتيا ولايت په سيد کرم ولسوالۍ کې ۱۵ عسکرو له دندو لاس اخيستی او دوی سره يو ځای شوي دي.

مجاهد د يادو عسکرو نومونه «عبدالوهاب، نیازمحمد، حضرت ولی، بخت، عبدلولی،سلیم، اصیل، افضل،حیدرخیل، عبدالرؤف، محمداکبر، موسی، داود، محمداجان او محمدخان» ياد کړي او ويلي يې دي چې د دعوت ارشاد د کميسيون مسوولينو له لوري يې هرکلی شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې پرله پسې په بېلابېلو ولايتونو کې سلګونه دولتی عسکر طالبانو سره يو ځای شوي دي او دا لړۍ په بې سارې توګه ګړندۍ شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx