افغانستان

نږدې دیارلس سوه دولتي منسوبین په تیره میلادي میاشت کې له طالبانو سره یو ځای شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون په هڅو په تېره میلادي میاشت کې نږدې دیارلس سوه دولتي عسکر، منسوبین او چارواکي له دوی سره یو ځای شوي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي “د (۲۰۲۰م)کال د سپټمبر په میاشت کې د اسلامي امارت د دعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون په هڅو او د ځایي مجاهدینو په ملاتړ د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې ۱۲۵۲ تنه چې د کابل ادارې اړوند بیلابیلو ارګانونو کې په کار بوخت وو د حقایقو په درک کولو ددغه فاسد رژیم څخه راووتل او د اسلامي امارت د مجاهدینو سره یوځای شول”

د خبرپاڼې په بنسټ، له طالبانو سره تازه یو ځای شویو کسانو مختلف ډولونه سپکې او درنې وسلې او مهمات له ځانه سره راوړي او ژمنه یې کړې چې بیا ځلې له “حکومت” سره همکاري نه کوي او ازاد ژوند غوره کوي.

ورته مهال د طالبانو د دعوت او ارشاد مسئولینو هم هغوی ته هرکلی ویلی، طالبانو ته د هغوی د ورتګ ګام یې ستایلی او د سر او مال د خوندیتوب ډاډ یې ورکړی.

دولتي سرچینې که څه هم په دې تړاو څه نه وایي؛ خو په دې وروستیو کې د کابل حکومت له لیکو څخه د دولتي منسوبینو تېښته په بې ساري ډول زیاته شوې.

دغه لړۍ وروسته له هغه نوره هم چټکه شوې چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس له هیواده د بهرنیو عسکرو د وتلو لړۍ روانه ده او د طالبانو مشر خپلو مخالفینو ته د مخالفت پرېښودو په صورت کې د عمومي عفوې اعلان کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x