افغانستان

فارياب: اربکيانو پلار او زوی په خپل کور کې وژلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د دولتي ځواکونو او اربکيانو له لوري نږدې هره ورځ د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ملکي وګړي زورول او وژل کيږي؛ تېره شپه يې يو ځل بيا په فارياب ولايت کې پلار او زوی په خپل کور کې وژلي.

راپورونه وايي چې د فارياب ولايت ګرزيوان ولسوالۍ په افغان تپه سيمه کې سيمه ييزو اربکيانو د يو ملکي وګړي«رستم» کور ته ورغلي او هغه يې له خپل زوی «محمد نسيم» سره يوځای په خپل کور کې وژلي.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې ياد وژل شوي کسان غريبکار وو او له هيڅ وسله والې ډلې سره يې لاس نه درلود او وايي چې اربکيانو پلار او زوی په ډېر وحشت سره پخپل کور کې وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم دولتي عسکرو د کندز ولايت مرکز شورابي قشلاق سيمه کې په يو کور د هاوان برید کړی و چې په نتيجه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي وو او ۴ نور ټپيان شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

حکومت یی پړه پر طالبانو اچوی بیا طالبان وایی اربکیانو دواړه وژلی دی. ګوری څومره بیوزله خلک دی الله مو خوار کړه هر چا چی دا کار کړی وی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx