کویټه: دوو پر لپسې چاودنو د امنیتي چارواکو په ګډون ۲۰ تنه مړه او ۴۰ نور ټپیان کړي دي
نن ټکی آسیا: د کویټي ښار په سول لاین سیمه کې دوو پر لپسې چاودنو ۲۰ تنه مړه کړې، او ۴۰ نور ټپیان کړي دي.
د پولیسو په وینا چاودني د دوو سرښندونکو بریدګرانو له خوا تر سره شوې، او غوښتل يې چی د کمشنر دفتر ته نیژدې د د ډي آی جي ایف سي فورخ شهزاد کور په نښه کړي، چي په پایله کې د ایف سي د ډي آی جي میرمنه وژل شوي، او یو بل کرنل چي د خالد په نامه یادیږي هم وژل شوی،
او خپله ډي آی جي ټپی شوی، او دهغه د اوو تنو ساتونکو په ګډون ۲۰ تنه مړه شوي دي، او نیژدې ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
باید وویل شي چي د چاودني پر مهال په سیمه کې د ملکي کسانو عموما په دا وخت ګڼه ګوڼه زیاته وي، چي له امله يې زیات شمیر ملکي وګړي ته هم مرګ ژوبله رسیدلې.
سیمه د پولیسو له خوا محاصره شوې، او امدادي کارونه پیل شوي دي، او د کویټي په غټو روغتونونو کې بیړنۍ حالت اعلان شوی دي.
د پولیسو د یو جګ پوړي افسر حامد شکیل په وینا لومړی چاودنه د ډي آی جي ایف سي پر کور باندي د موټر بم په ذریعه تر سره شول، او دوهم بریدګر کور ته په ننوتو توانیدلی او هلته يې ځانته چاودنه ورکړې.
یوه جګ پوړي چارواکي ویلي چي په چاودنو کې تر ۱۰۰ کیلو ګرامه زیات بارود استعمال شوي.
د سیمي څخه عیني شاهدانو ویلي چي چاودنې ډیري زوروري وې، او سیمه يې په دوړو کې پټه کړه، او د ډي آی جی ایف سي د کور دیوالونه يې ټوله نړولې، او هم يې د شاوخوا د سیمو د کورونو چیښې ماتي کړې.
تر اوسه ددې پيښي پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو چارواکي په دې ګمان دي چي دا کار به د پاکستاني طالبانو او القاعدې له خوا تر سره شوې وه، د چا مشر چي څه موده مخکي څه موده مخکي په ابیټ اباد ښار کې د امریکایانو له خوا ووژل شو.
د یادوني وړ ده چي د اختر په اوله ورځ هم په کویټه کې د شیعګانو پر یوه مسجد باندي د موټر په ذریعه یوه ستره چاودنه تر سره شوې وه چي په کښي زیات شمېر شیعه مذهبه لمونځ کوونکي وژل شوي وه، او داختر وروسته دا دوهمه غټه پيښه وه، چي په کوټه کې ترسره کیږي.