افغانستان

هلمند کې د دولتي ځواکونو دوې الوتکې نسکورې شوې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو دوې الوتکې په هوا کې سره ټکر شوې او عمله یې له منځه تللې.

د هلمند د والي ویاند «عمر ځواک» پېښه تاییدوي او په خبره يې، تېره شپه دوې الوتکې وروسته له هغه سره ټکر شوې چې د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې یې کمانډو ځواکونه کښته کړل او د پېښې له ځایه یې ټپیان انتقالول.

د ځواک په خبره، په دې پېښه کې د پيلوټانو په ګډون له اته څخه تر پنځلس کسانو پورې وژل شوي.

یاده دې وي، چې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د کابل حکومت څلور الوتکې د خپلمنځي ټکر له امله تخریب او یا هم ویجاړې شوې.

څو ورځې وړاندې هم په کندهار ولایت کې دوې الوتکې د خپلمنځي ټکر له امله له منځه تللې وې.

د طالبانو د تعقیب ویره، د پيلوټانو نه مسلکیتوب او د الوتکو د کیفیت خرابوالی هغه څه دي، چې زیاتره وخت د الوتکو د سقوط لامل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x