نظــر

طالبان ولې افغان عسکر وژني؟!!

نصير تکل

هغه وخت چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د احد غزا اراده وکړه، هغه مبارک زغره واغوسته د مدينې منورې له مسلمانانو سره په داسې حال کې راووت چې شمېر يې نيږدې زرو کسانو ته رسيده په دوى کې دوه سوه زغروال او سپاره مجاهدين هم شامل وو، کله چې مسلمانان د روانېدلو لپاره راغونډ شول، رسول الله صلى الله عليه وسلم يوه ډله يهود وليدل چې غوښتل يې د مسلمانانو ملاتړ وکړي او د مکې له مشرکينو سره وجنګيږي، له دوى سره عبدالله بن ابى بن سلول هم ؤ، رسول الله صلى الله عليه وسلم پوښتنه وکړه: (من هؤلاء؟) دا څوک دي؟ (قالوا : عبد الله بن أبي في ست مائة من مواليه من اليهود من بني قينقاع) دوى وويل: دا عبدالله بن ابي او د هغه شپږ سووه ملاتړي يهود دي د بني قينقاع قبيلې څخه.

رسول الله صلى الله عليه وسلم پوښتنه وکړه: (وقد أسلموا ؟) آيا دوى مسلمان شوي؟ صحابه کرامو وويل: ( قالوا : لا يا رسول الله) اې دالله رسوله! ندي مسلمان شوي. پېغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل: (مروهم فليرجعوا فإنا لا نستعين بالمشركين على المشركين) دوى ته امر وکړئ چې بېرته ستانه شي، مونږ د مشرکينو څخه د مشرکينو په خلاف مرسته نه غواړو.

رسول الله صلى الله عليه وسلم په يوه بل حديث کې فرمايي: (من مشى مع ظالم ليعينه على ظلمه، وهو يعلم أنه ظالم، فقد خرج من الإسلام)(رواه الطبراني)

ژباړه: څوک چې د ظالم سره ودرېد او د هغه سره په ظلم کې مرسته کوي، او دی په دې پوه هم وي چې هغه ظالم دی، په تحقيق سره هغه له اسلام څخه خارج شو.

له لومړي حديث څخه په واضحو ټکو څرګنديږي چې کافر او مسلمان په يوه صف کې نشي درېداى، ځکه رسول الله صلى الله عليه وسلم يهودو ته امر وکړ چې بېرته ستانه شي.

دوهم داچې مسلمانان اګر که د مشرکينوخلاف جنګيږي بيا هم نشي کولاى له نورو مشرکينو او کفارو څخه د افرادو مرسته وغواړي، ځکه رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: چې مونږ د مشرکينو څخه د مشرکينو په خلاف مرسته نه غواړو.

له دوهم حديث څخه دا خبره جوتيږي چې د ظالم سره درېدل او د هغه مرسته کول شرعاً جواز نه لري، او بل لدې حديث څخه داخبره هم معلوميږي څوک چې د ظالم سره دريږي او دهغه مرسته کوي دغه انسان داسلام له دائرې څخه خارجيږي.

اوس غواړم د پورتنۍ موضوع په اړه خپل نظر هم درسره شريک کړم، ځينې خلک نيوکه کوي چې طالبان ولې افغان عسکر وژني هغوى مسلمانان دي هغوى کلمه وايي، لمونځونه کوي، روژې نيسي…اوداسې نور
طالبانو هېڅکله کله دا خبره نده کړې او نه يې کوي چې مونږ افغان عسکر ځکه وژنو چې هغوى کلمه نه وايې يا لمونځ نه کوي او يا هم روژه نه نيسي.

دا خو تر لمر واضحه ده چې کفار ظالمان دي، افغان عسکر ددوي ملاتړي او معاونين دى.

طالبان افغان عسکر ځکه وژني چې هغوى دکفارو ملاتړي دي، هغوى دکفارو سره په يوه صف کې ولاړ دي، هغوى دکفري اهدافو د تحقق لپاره خپل مسلمان هيوادوال شهيدانوي، هغوى د کفري ځواکونو دفاع کوي، هغوى دکفارو جاسوسي، هغوى د کفري موخو د تعميل په خاطر دافغان مجاهد ولس وژل او ترټل روا بولي، هغوى داسلامي نظام په لمنځه وړلو کې دکفارو ملاتړ وکړ، د هغوى ټانګ، توپ، طياره، دريشي، معاش او هرڅه کفارو ددې لپاره ورکړي تر څو داسلامي نظام دراتلو مخه پرې ډپ کړي.

او که دقيق نظر وکړو اول دوى د طالبانو پر خلاف جکړه پېل کړه او امارت يې سقوط کړ، دوى دکوم آيت او حديث په رڼا دطالبانو وژل، ترټل، اسيران کول، او له هيواد شړل جائز ګڼل؟

د اسلامي فقهې مسئله داسې ده چې کله مسلمان له کافر سره په يوه صف کې ودريږي، مسلمان دکافر ملاتړ وکړي او دمسلمان په خلاف وسله پورته کړي، پدې صورت کې دکافر او مسلمان حکم يو دى، ددواړو وژل واجب دي.

که نه وي تاسې دحضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه سيرت وګوره، د هغه د خلافت په دوران کې بعضو کسانو يوازې له زکات ورکولو انکار وکړ، ابوبکر صديق رضي الله عنه او صحابه کرامو رضوان عليهم اجمعين د هغوى په خلاف تر هغه وجنګيدل تر څو هغوى ووژل شول او يا هم هغوى زکات ورکول ومنل، دا پداسې حال کې وه چې هغوى مسلمانان وو، کلمه يې ويله، لمونځونه يې کول او روژې يې نيولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

په دی چې طالب د پاکستان اچیر عسکر دي

ګوم نام

یعنی دی خپلی ## ته اوس هم پرتګونه جوړوی او غواړی دا کوم قتلونه چی ## کوی اسلامی بڼه ورکړی؟؟ په دنیا کی ډیر داسی ممالیک شته چی هغوی د کفارو په لاس جوړ شوی او او تر اوسه یی حمایه کوی، چی ښه مثال یی پاکستان ده او ستا هر څه له همدی جایه کیږی او افغانان د دوی په امر وژنی او ملک ورانوی. نو اول بیا ستا مرګ روا ده ته اول هم د بل د قتل کیدو وروسته دلته په زور او سیتم او بی حده قتلو وروسته راغلی یی. په یو دین یی رانه روا… نور لوستل »

عبدالله مدرس

امریکا له کومی لاری افغانستان ته راغلل ایا د پاګستان له لاری رانغلل پاکستان ورته اډی ورنه کړی، نو د پاکستان سره ولی جنګ نه کوی ، ته په کومه وسله چنګیږی ، ایا د امریکا او چین او روس وسله دی په اوږه نه ده ایښی او خپل ورونه ورباندی نه وژنی . د الله تعالی روی ته وګوره د مسلمان د قتل له پاره پلمی مه جوړوه، په دی پوه شه چه دنیا فانی ده د هتلر او ستالین او چنګیز له قتلونو او ظلمونو نه عبرت واخلی.

طوطی

او # خلک نور هم جنګ ته تشویق کوې. توافقات خو تاسو طالبانو له کفارو سره وکړل، وسلې خو تاسو ته لیزری همدا کفار درکوی، ۴۰۰ فامیه په قطر کی میشت یی خرڅ مو ټول همدا کفار درکوی، د قطر د دفتر خرڅ د # ملایانو معاشونه دا ټول امریکا ورکوی. د حرامو د چرسو او تریاکو څخه تاسی عشر اخلی # د بیا پر داسی لیکونکی شی چی نور هم خلک جنګ ته تشویق کوی. دا د طالبانو میندې او خویندې چی په زرهاوو کونډې شوی لږ د دوی خیال وساتی ټول به آینده کی ## لږ فکر وکړی… نور لوستل »

قیامت دی

شه جنابه په اخرت به سه جواب او منطق وایی؟ دمولوی ریحان سره په مسجد کی چی عام خلگ شهیدان شول ایا هغه عسکر وه؟ په غزنی کی چی عام خلگ او مریضان په شفخانه کی مو شهیدان کرل دا عسکر وه؟ په عام بازار او لارو کی چی بیگناه خلگ په مردارمرگو شهیدوی ایا دا جهاد دی؟ زه هم د امریکه د اشغال خلاف یم دا هم منم چی دولت فاسد، عیاش او غلام دی خو تاسو هم تر هغو په غلامی کی کم نیاست. د کویته شورا چیرته ده؟ د پشاور شورا چیرته ده؟ د چا له خوا… نور لوستل »

عبدالواحد

داسلام دهرحکمه انکارکفردۍ چه نورټول یی عملی کوی یورکن یی نه منی دهغوټول عملونه ضایع سول پرهغو جهاد فرض سوهغوی ندی مسلمانان ژبه نژاد قوم مهم ندۍ پرقرآنکریم عمل فرض دۍ،الله فرمایی:څوک چه پرهغه وحوفیصله ونکړی چه مانازلی کړی دی همدغه خلک کافران دی(۵سوره المائده -۴۴):په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

قیامت دی

ایا اوس طالبانو یا دولت په قران عمل کری؟ دا هم وژنه کوی هغه هم، دولت ته امریکا او غرب امکانات ورکوی طالب ته بیا چین پااکستان، روس او …. نژاد پریژده عمل د کوم د اسلام مطابق دی؟ په مسجد کی مردارمرگی سنگه دی؟ لاری تخریبول سنگه دی؟ په لارو ماینونه ایشول سنگه دی ؟ کوم یو د اسلام او قران مطابق عمل دی؟ جهاد سته او زه یی منم ایا د پنجاب روس چین لپاره او ددوی په فرمایش خپل عام اولس شهیدول جهاد دی؟ ورسه کفار مردار که نرسه دوطن دفاع ورکره؟ خو تاسو د جهاد تر… نور لوستل »

غ.حضرت

یقیناً چی د آخرت په ستره محکمه کی به یو حُکمی دهلېز او مېز د هغو کسانو لپاره ځانګړی سوی وی کوم چی د سیاسی قدرت د لاسته راوړلو او ساتلو پخاطر ئې د معاویه بن ابوسفیان غوندی استدلالونه کارولی وی.

دوکتور غروال

جاهل غلام او د فریبی لپاره تش په نامه طالبان لکه د کابل قاتل غلامان د امریکا تر رهبری د ملت په وژنی لګیا دی اودواړه خواوی افتخار هم پری کوی او دی قتلونو ته دا جاهل غلامان بیا جهاد وائي اوس امریکا خپله د قتلونو وحشیانه دنده ئي غلامانو ته سپارلی ( ملت د طالب ؟ غلام او د کابل غلام له خوا قتل کیږی ) ، تاسی د کفارو څخه هم بدتره یاستۍ ، اوس دا سوال راپورته کیږی چی تاسی ولی د امریکا غلامی ته سرونه په دومره بی غیرتی سره ټیټ کړی دی ؟؟؟ اصیل افغان… نور لوستل »

hamid azghar

کله چی پاکستان دخپلو ګټونه تیرشی طالبانو ته خپلی کورنی تسلیم کړی اوافعانی چاروکی دی قدرت نه تیرشی امریکایان دسیمی هیوادنوپلانونو نه تیرشی اوطالبانو ته دی افعانستان حکومت کی دقدرت یوبرخه ورکړی شی نو انشاالله خیرخیرت به شی خو هیکله دا کارنه کیګی ځکه هرچه ته خپلی ګټی موهمی دی ډیرخو امریکایانو ته اوپاکستان ته

جمال

وروره! پاکستان هم د طالبانو پر خلاف جکړه پېل کړه او امارت يې سقوط کړ، دوى دکوم آيت او حديث په رڼا دطالبانو وژل، ترټل، اسيران کول، ګوانتانامو ته استول، حتی خپلو زندانونو کې وژل او وس ستاسو دویم کور دی؟

Back to top button
11
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x