ټولنیزه برخه

د مسلمانانو د ماتې عوامل د تېرو غربیانو په آند

خبيب

عبدالرحمن غافقي رح چې په جنګي تکتیک، تقوا او خوش اخلاقي کې یوه الګو وو، هر وخت به یې د اسلامي لښکر د بریا لپاره له مختلفو تجربه لرونکو اشخاصو سره مشورې کولې او د بریا رازونه به یې ورڅخه راسپړل.

یو ځل یې د فرانسې د ذمیانو له یوه مشر سره ناسته وکړه او له هغه نه یې پوښتنه وکړه چې ولې ستاسو لوی پاچا (شارل) زموږ په وړاندي د جنګ اقدام نه کوي، یاد ذمې چې د غافقې رح د شفقت او ریښتینولې څخه متاثر وو، په پوره اخلاص سره یې د هغه څه په ویلو شروع وکړه کوم چې د فرانسې لوی پاچا (شارل) یې له جګړې څخه منع کړی وو او د فرانسې نورو پاچاهانو ته یې هم د جګړې د نه کولو امر کاوه.

ذمي خپلې خبرې داسي شروع کړې: (( هغه وخت چې ستاسو ستر قهرمان او قاید موسی بن نصیر رح ټوله اسپانیا تر خپلې ولکې لاندي راوستله، د اسلام بیرغ یې پکې ورپاوه؛ نو اراده یې وکړه چې د برینه د غرونو د لړۍ څخه تېر او زموږ ښکلی هیواد فرانسه ونیسي، زموږ ټول واکمنان او د کلیساګانو پاپان راټول شول او زموږ ستر پاچا شارل ته ورغلل، ټولو په ګډه شارل ته وویل چې مسلمانانو ټوله اسپانیا ونیوله، د هغوی ټولې شتمنۍ یې په خپله ولکه کې راوستلې، دا دی اوس د هغو غرونو سرونو ته راپورته شوي کوم چې اسپانیا او فرانسه سره بېلوي او هغوی د دې تکل کړی چې فرانسه هم د هسپانیا په څېر تر خپلې ولکې لاندې راولي؛ نو دا به زموږ د بچیانو لپاره ډېر لوی پېغور وي، په داسي حال کې چې د مسلمانانو د لښکر تعداد کم، غیر مجهز او امکانات یې محدود دي.

شارل پاچا چې د دوی خبرې واورېدلې په ځواب کې یې ورته وویل: د کوم څه په اړه چې تاسو فکرمن یاست، ما ورباندې لا له وخته ډېر اوږد فکر کړی، په پآیله کې دې نتېجې ته رسېدلی یم چې اوس د دې خلکو مخې ته ورتلل د هلاکت کندې ته ځانونه اچول دي ځکه دوی داسي اشخاص دي چې د طوفاني سېلاب په څېر هر څه یې چې مخې ته ورځي له ځان سره یې اخلي او چېرته یې چې خوښه وي هلته یې غورځوي.

دا داسي قوم دی چې د دوی عقیدې دوی د اسبابو او د اشخاصو له کثرت او ډېرښت څخه بې پروا کړي، داسي ایمان او صداقت لري چې د زغرو او اسونو ځای نیسي.

د اوس لپاره تاسو وخت ورکړي او مخته یې پرېږدئ چې لاسونه یې له غنائمو ډک شي، د ځانونو لپاره کورونه او قصرونه جوړ کړي، ډېري وینځي او خادمان په خپل خدمت وګماري، په چوکیو، منصبونو او ریاستونو په خپلو کې مقابله او مناقشه پیل کړي؛ نو هماغه وخت چې کله مسلمانانو کې پورتني مرضونه موجود شول بیا تاسو کولای شئ چې د لېږ هڅې او کمو اسبابو په لرلو سره مسلمانان له منځه یوسئ.))

د فرانسې پاچا له پورتنیو څرګندونو لاندې نتېجه تر لاسه کولای شو.

۱ـ غربیان چې هر څومره له ماتي سره مخ شي، خو بیا هم دوی د داسي یوې ورځې لپاره تیاری نیسي چې په مسلمانانو کې د ضعف نقطې سره همهاله پرې حمله وکړي.

۲ـ د مسلمانانو هغه حالت چې دوی پکې د منصبونو، چوکیو، مادیاتو او ښځو ښکار ګرځې د دوی د ضعف ښه علایم دي؛ نو د اسلامي نظام واکدارانو ته بویه چې خپله دوی او ماتحت ته له پورته مرضونو څخه د نجات پر لارو چارو غور وکړي.

۳ـ د جنګ په ډګر کې منصب او مادیاتو ته ډېره کمه توجه کېږي، ډېر تمرکز په کفارو د غلبې او بریا په اړه وي، خو له بریا نه وروسته د غنیمت د ترلاسه کولو، منصب تر لاسه کولو او ډېر نورڅه فکر له مؤمنانو سره پیدا کېږي؛ نو ډېره هڅه باید هغه وخت وشي چې کله بریا تر لاسه شي تر څو مسلمانانو ته له پورتنیو امراضو څخه نجات ورکړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x