افغانستان

خوست کې ۳۱ دولتی عسکر طالبانو سره يوځای شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۹ل): د خوست ولايت په پنځو بېلابېلو ولسواليو کې ۳۱ تنه دولتي عسکر له طالبانو سره يوځای شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د خوست ولایت نادرشاه کوټ، باک، صبریو، اسماعیل خیلو او ځاځي میدان ولسوالیو کې ۳۱ دولتی عسکر له خپلو دندو لاس په سر شوي او طالبانو سره يو ځای شوي دي.

بايد وويل شي چې له دولتي ليکو د عسکرو او اربکیانو جلا کېدل او طالبانو سره يوځای کېدل په دې وروستيو کې په بې سارې توګه زيات شوي دي او هره ورځ لسګونه تنه عسکر او اربکيان د طالبانو ليکو ته ورځي‌.

تېره ورځ هم د پکتيا ولايت په سيدکرم ولسوالۍ کې ۱۵ تنه دولتي عسکر له طالبانو سره يوځای شوي وو.

همدا راز د طالبانو دعوت ارشاد او جلب و جذب کميسيون نن ويلي دي چې د دوی د مسؤلينو په هڅو په تېره يوه مياشت کې په ټول افغانستان کې ۱۲۵۲ تنه دولتي عسکر له خپلو دندو لاس په سر شوي دي او طالبانو سره يوځای شوي دي.

د شنونکو په باور که د دولتي ځواکونو د تسليمېدو لړۍ همداسې دوام وکړي نو حکومت له چيلنجونو سره مخ کيږي او د سقوط کېدو چانس يې زياتيږي.

طالبان هم وخت په وخت په دولتي عسکرو غږ کوي چې د دوی په وړاندې له جګړې لاس واخلي او خپل عادي ژوند ته مخه کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x