افغانستان

د کابل په سروبي ولسوالۍ کې یو ښوونکی په مرموزه توګه وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزې سرچینې د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو لخوا د یو ښوونکي د وژلو خبر ورکوي.

ځايي خلک وايي، دا پېښه نن سهار نهه نیمې بجې د دې ولسوالۍ په «سپېرکونډي» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې ناپېژاندو وسله والو د ابتدائیه ښوونځي ښوونکي جمعه ګل د علي خان زوی باندې برید وکړ.

د خلکو په خبره په دغه برید کې نوموړی ځای پرځای وژل شوی او برید کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

معلم جمعه ګل چې له تیرو لسو کلونو راهیسې د سروبي ولسوالۍ په مستې چینې متوسطه او سپېر کونډي ابتدائیه ښوونځیو کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې وه، د کورني غړي یې وايي چې نوموړي له چا سره شخصي دښمني نه لرله او نه هم تردې وړاندې چا ګواښلی ؤ.

بل لورته د نصرالله سروبي وال په نوم د سیمې یو تن اوسېدونکي نن ټکي اسیا ته ویلي، چې ښايي د معلم جمعه ګل په وژلو کې د ملاتور په نوم د یو ځايي ټوپکسالار وسله وال ښکېل وي، ځکه دده په وینا ملاتور د سپیرکونډي ابتدائیه ښوونځي ته د جمعه ګل له تبدیلۍ سره مخالفت څرګند کړی ؤ.

سروبي وال څرګنده کړې، چې نن سهار د برید پرمهال د ښوونځي زده کوونکو ماشومانو د ملا تور زوی فرید، د هغه وراره جان آغا او د کاتب په نوم یو بل تن کوچی پر معلم جمعه ګل د ډزو په حال کې لیدلي وو.

ملا تور چې تردې وړاندې د غلامدخان په نوم د خپل تره زوی هم په وهلو ټکولو وژلی ؤ، له تیرې یوې نیمې میاشتې راهیسې په سروبي ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د ملکي خلکو د ځورولو، غلا او اختطاف په تور بندي دی.

داچې د پېښې ځای د طالبانو تر کنترول لاندې ده، ځکه د سروبي ولسوالۍ ځايي چارواکي یې په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x