لیکنېنظــر

د بین الافغاني مذاکراتو د خنډ اساسي نقطه څه شی ده؟

خالد هادي

طالبان بین الافغاني مذاکرات د امریکا سره دتړون یوه برخه غواړي خو دولت بیا  د قران او سنت  خبره مخته مخته کوي او هیڅ نه حاضريږي چي دا مذاکرات د دوحې د تړون برخه وګرځوي.

غواړم پر دغه تکي یو څو خبري وکړم چي د پردې تر شا څه دي. او ولي دواړو لوري پردې خبره زور وهي.

ما چي د امریکا سره څه کم یو کلن د طالبانو مذاکرات له نژدې څارلي او کتلي دي امریکا همیشه په همدې هڅه کي وه چي سولي ته د اوړو پزه جوړه کي او ځان د افغانستان له راتلونکي عواقیبو د مسولیته خلاص کړي خو د طالبانو وچ کلک دریز دوی دغه پلان عملي کولو ته پرینښودل او مجبورا اړ سول چي د طالبانو سره یو داسي تړون لاسلیک کړي چي لمخي به ئې د دایمي سولي تر راتګه باید په بین الافغاني مذاکراتو کي امریکا مسؤله پاته وي  خو دخیله نه.

لومړی ـ دطالبانو دریځ: دطالبانو غوښتنه همدا ده چي د ددوحې تړون دریم فاز بین الافغاني مذاکرات دي او تر څو دا مذاکرات د کامیابی تر حده چي دایمي سوله ده  نه وي رسیدلي تر هغو د افغانستان د راتلونکو ټولو بدو عواقیبو مسولیت د امریکا په غاړه دی او د افغان حکومت په نه شتون کي په نړیواله کچه په دوحه کي د تړون امضا کیدل هم په همدې معنا وه چي د افغان حکومت ټوله زمه واري په امریکا اړه لري او افغان حکومت هم د دوحې د تړون دوهم فاز چي د ۵۰۰۰ بندیانو ازادیدل وه هم په پټو سترګو د امریکا په امر عملي کړ، او دا ئې ثابته کړل چي د امریکائې لوري ژمنو ته وفاداره دی.

دوهم ـ د افغان حکومت دریځ: په ښکاره خو افغان حکومت  هیڅ داسي څرګند دلیل نه لري چي ولي بین الافغاني مذاکرات د دوحې برخه نه بولي چي د دوحې تړون دي نه مانه نو بیا دي د همدې تړون دوهم فاز چي د بندیانو ازادیده وه ولي په پټه خوله عملي کاوه چي اوس ئې دریم فاز درته دمنلو نه دی. بل که حکومت قران او سنتو ته ژمن وائې د افغانستان علماء به ئې رامخته کړي وای  په داسي حال کي چي دولتي پلاوی د جنګسالارانو د بې دینه نازولو جوړ دی دا خپله په ذبات رسوي چي حکومت د قران او سنتو پر لار ندی روان.

افغان حکومت په داسي حال کي د قران او سنت خبره رامخته کوي چي د حکومت اکثریت ئې له ولسمشره نیولی تر ولسکشره سیکولر پسنده دي او قران او سنت ته خپله هیڅ ارزښت نه ورکوي خو د پردې تر شا دا ټوله سناریو افغان حکومت د امریکا په خوښه روانه کړې ترڅو بین الافغاني مذاکرات د دوحې د تړونه وباسي او امریکا ته برات حاصل سي. که په راتلونکي کي بیا بین افغاني مذاکرات ناکامه کیدل او خبره کورنې جګړې ته تلله امریکا به له هر ډول مسولیته خلاصه وي اود خیر پر غونډۍ به ناسته وي خو افغانستان به یوځل بیا د کورنیو جګړو په یو بل اور کي سوځي.

تر کومه ځایه چي ما  د طالبانو د مشرانو سره خبري کړي او خبر یم طالبان تر دې ټکي هیڅ کله هم  نه تیریږي هغوی وائې د امریکا وتل به بامسولیته وي د سولي نړیوال تضمین به جوړوي، افغانستان به یو نوي همه شموله حکومت ته سپاري، او د  دایمي اوربند په ساتلو کي به دسیمي د هیوادو سره عملا ولاړه وي یوازي د عسکرو په وتلو ئې له مسولیت او تړون نه خلاصیدای نسي.

دا چي ولسمشر ټرمپ تر کریسمسه د امریکایی ځواکونو د وتلو خبره کوي دا هم یوډول تاکتیکي فشار دی چي د طالبانو په پایڅه کي کیکه ایله سي او تر دغه غوښتني ژر تیر سي ترچي یو بې بندو باره مذاکراتو ته داخل سي چي پرته د تباهی به بل څرک نه پکښي تر سترګو کیږي.  په دې ټوله دنیا پوهیږي چي غني ته واک تر سولي اولیت لري او چي وس ئې رسیږي مذاکرات به ناکامه کوي او کورنۍ جګړو ته به لاره خلاصوي ځکه غني ته زرغون ارګ د افغانستان د ګلوګزار حیثیت لري.

اوس اوس په ټپه ولاړ بین الافغاني مذاکراتو کي تر ډیره امریکا  خپل لاسونه شاته نیولي خو غوښتني ئې د افغان حکومت په خوله مخته کړي دي چي تر ډیره به ئې زیان افغان حکومت ویني ځکه چي څونه د افغان حکومت نازونه ډیریږي هغونه به طالبان جګړې ته زور ورکوي تر څو د غني حکومت سولي ته سخ کړای سي،

دا چي په دې منځ کي به څونه ککرۍ خاوري کیږي ارزښت به ئې افغان حکومت ته تر امریکایی یوې غوښتني هیڅکله هم زیات نه سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x