ورزش

د ۱۹ کلنو اسيا جام سيالۍ د کرونا له کبله وځنډيدې

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۹ل): په نړيواله کچه د خپرې شوې کرونا وبا له کبله د ۱۹ کلنو ځوانانو اسيا جام راتلونکې سيالۍ وځنډيدې.

ټاکل شوې وه د ۱۹ کلنو اسيا جام سيالۍ د روان ۲۰۲۰م کال نومبر مياشت کې په عربي اماراتو کې ترسره کېدونکې وې چې بل کال ته لغوه شوې.

په دې سياليو کې د افغانستان په ګډون ۸ لوبډلې شاملې دي چې هند، پاکستان، بنګلديش، عربي امارات، نيپال او سريلانکا انتخاب شوې لوبډلې او ۲ به د غوراوي سياليو له لارې ټاکل کيږي.

د کرونا وبا له کبله د کرکټ نړيوالې شورا د روان کال په پېل کې د اسيا جام او شل اوريزو نړيوال جام هم د ۲۰۲۱م کال ته ځنډولي دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x