افغانستان

نړيوال اسلامي پوهنتون کې يو افغان محصل مړ شوی

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۹ل): په نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد کې يو افغان محصل د زړه حملې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دې.

دغه محصل چې «شير شاه صافی» نومېده، د ميدان وردګ ولایت اوسېدونکی و، په ياد پوهنتون کې د شريعاتو او قانون پوهنځي د دريم سيمستر محصل و.

مرحوم شير شاه صافی په داسې حال کې وفات شوی چې د ياد پوهنتون د څلورمې ليليې په دروازه کې پرې د زړه حمله راغلې ده.

په نړيوال اسلامي پوهنتون کې ځينو افغان محصلينو نن ټکی اسيا ته ويلي، پر مرحوم صافي د څلورمې ليليې په دروازه کې حمله راغلې، چې تر شاوخوا لسو دقيقو د محصلينو د نه شتون له کبله په دغه ځای کې پروت و.

ياد محصلین زياتوي چې له هغه وروسته نوموړی لومړی د پوهنتون او بيا د اسلام اباد پيمز روغتون ته وړل شوی، خو د ډاکټرانو په وينا هغه ځای پرځای وفات شوی دی.

بايد وويل شي چې څه موده وړاندې د شير شاه صافي والد صيب هم د زړه حملې له کبله په افغانستان کې مړ شوی دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Sorry for young educated life, but you can tell from his body mass that he was probably eating a lot

الحاج استاذ بیانزی

انا لله و انا الیه راجعون. الله ج دی وبخښی او کورنی دی د هغه غیرحاضری نه محسوسوی به هر صورت کل نفس ذایقته الموت ، هر نفس د مګر ځکونکی دی مونږ او ټول ذیروح مری دا هم معلومه نه ده چه په څه عمر کی به مرو ، تقدیر کی د هر چا د مرګ نیټه ، ځای او چه له څه مری لیکل شوی اتومات هغه ترسره کیږی زمونږ د باره د دی اړه ده چه د هر مړی وروسته خپل مرګ او د مرګ د مخه خپلو ویناوو او کړنو ته پام وکړو زمونږ وینا او… نور لوستل »

طوطی

طالبانو او حکومت ته: پریږدی دا جګړی دا بی هدفه جنګ دوه ورځی دنیا پریږدی چی په خپل مرګ سره په خپل ټاټوبی کی مړه شو نه دا چی تاسی مو په مرمی، بمونو او ځانوژنو ووژنی. انسانان د الله (ج) ملکیت دی او هیچاته دا نښایی چی د الله (ج) پر ملکیت باندی تجاوز وکړی، ویجاړ یی کړی او ویی وژنی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x