افغانستان

زابل کې د پولیسو په مرکز موټربم چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزو چارواکو د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د پولیس په ګډ مرکز د موټربم چاودنې او ډله ییز برید خبر ورکړی دی.

د زابل امنیه قومندان حکمت الله کوچي رسنیو ته ویلي، طالبانو له تیرې شپې راهیسې د شاجوی ولسوالۍ په نورک سیمه کې د پولیسو په ګډ مرکز ډله ییز بریدونه کړي، چې تردامهاله نښتې روانې دي.

نوموړی زیاتوي، د نښتې پرمهال نن سهار په سیمه کې یو موټربم چاودنه هم شوې، چې له امله یې د پولیسو مرکز زیاته برخه نړېدلې ده.

د کوچي په خبره په دغو بریدونو او موټربم چاودنه کې ۶ پولیس ټپیان شوي او یو شمېر وسایط هم ویجاړ شوي دي.

بل لور ته یوې سیمه ییزې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې په دغه برید کې ۳۰ تنه پولیس او عسکر وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان دي.

د پېښې د ځای انځورونه ښکاره کوي چې په نښه شوی مرکز په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

زابل کې د پولیسو په مرکز موټربم چاودنه

زابل کې د پولیسو په مرکز موټربم چاودنه
زابل کې د پولیسو په مرکز موټربم چاودنه

د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د پولیسو په ګډ مرکز موټربم چاودنه په داسې مهال ترسره کیږي، چې نن سهار وختي د میدان وردګو ولایت مرکز اړوند «شهیدانو» سیمه کې هم د کمانډو ځواکونو په ګډ مرکز موټربم چاودنه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x