ټکنالوژي

ایپل شرکت د ایفون ۱۲ په وړاندې کولو «۸۱» ملیارده ډالره ارزښت له لاسه ورکړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۹ل): د ایپل امریکایي شرکت د سه شنبې په ورځ د خپل څلور داسې ایفون موبایلونو څخه پرده پورته کړه چې په لومړي وار په پنځم نسل 5G ټکنالوژي سمبال دي.

له دغې اعلان څو ساعتونه وروسته د انډیا ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې د ایپل شرکت د ایفون ۱۲ موبایلونو په وړاندې کولو سره ۸۱ ملیارده ډالر له لاسه ورکړي چې ددغه شرکت د بازار ۴ سلنه ارزښت کیږي.

د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې ایپل شرکت د ایفون ۱۲ موبایل داسې څلور نسخې وړاندې کړي، چې تر ډیره یې ډیزاین خپلو تېرو یا په ځانګړي ډول ایفون ۱۱ ته ورته دی.

که څه هم یاد موبایلونه د تېرو په پرتله چټک، غوره کامرې او یو شمېر نورې ځانګړتیاوې لري، خو د شرکت لخوا ددې موبایلونو څخه د پردې پورته کولو پرمهال د خلکو او کاروونکو توجه نه ده جلب کړې، چې له کبله یې د خپل ۴ سلنه بازار ارزښت له لاسه ورکړی دی.

د راپور له مخې، ایپل له دې وړاندې چې له یادو موبایلونو څخه پرده پورته کړي د زیرمو یا سټاک په هره ونډه کې (۱۱۹.۶۵) ډالر له لاسه ورکړي چې له پردې پورته کولو وروسته یې په مجموعي ډول ۸۱ ملیارده ډالره د بازار پانګونه کې کموالی راغلی دی.

ایپل شرکت سه شنبه د اکتوبر په ۱۳مه نېټه د ایفون ۱۲ څلورو نسخو څخه پرده پورته کړه چې ایفون مني یې تر ټولو کمه ۷۰۰ امریکایي ډالره بیه او ایفون ۱۲ پرو ماکس یې تر ټولو زیاته ۱۳۰۰ ډالره بیه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x