نړۍ

فرانسې د روان کال له پېله «۷۳» جوماتونه او ښوونځي تړلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۹ل): د فرانسې د کورنیو چارو وزیر «جیرالډ درامانان» په فرانسه کې د روان ۲۰۲۰م کال له پېله د «افراطي اسلام سره د مبارزې» په پلمه ۷۳ جوماتونه، خصوصي ښوونځي او پلورنځي تړلي دي.

ددغه هېواد کورنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې څرګنده کړه چې تېره میاشت یې په هیرالټ سیمه کې یو جومات او یو خصوصي ښوونځی تړلی، د نوموړي په وینا ۹ پلورنځي یې هم په نورو سیمو کې تړلي دي.

هغه په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د روان کال له پېله یې ۷۳ جوماتونه، خصوصي ښوونځي او پلورنځي تړلي دي. دغه راز د کورنیو چارو وزیر له هېواده د ۲۳۱ بهرنیو «افراطیانو» د شړلو غوښتنه هم کړې ده.

هغه وویل، «موږ باید دغه ۲۳۱ بهرنیان چې په غیر قانوني توګه اوسیږي او په افراطیت تورن دي له فرانسې وشړو»، په یادو کسانو کې یې ۱۸۰ بندیان دي.

فرانسه یو له هغو هېوادونو څخه دی چې پخواني او اوسني چارواکي یې وخت نا وخته د اسلام په اړه منفي تبلیغات کوي او په هېواد کې يې پر مسلمانو ښځو د حجاب بندیز هم لګولی دی.

دا هېواد دی چې په ۲۰۱۰م کال کې یې پر مسلمانو مېرمنو د حجاب له امله د نقدي جریمې قانون تصویب کړ.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون څه موده وړاندې یو وار بیا د اسلام ضد څرګندونې وکړې، هغه ویلي چې اسلام په ټوله نړۍ کې د «کړکیچ» سره مخ دی، د مکرون په وینا، په فرانسه کې ۶ ملیونه موجود مسلمانان کولی شي د «ټولنې ضد» رامنځته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x