روغتیا

روسیې د دوهم کرونا ضد واکسین ثبتولو اعلان هم وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې نړیوال لا هم د کرونا ویروس ضد واکسینو ته سترګې پر لار دي، د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین د دوهم واکسین ثبتولو اعلان وکړ.

د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۴مه نېټه ددغه هېواد ولسمشر پوتین اعلان وکړ چې د ویروولوژي او بایو ټکنالوژي حکومتي ویکتور مرکز لخوا د کرونا ضد دوهم واکسین هم چمتو شوي دي.

په دولتي تلویزون کې د یوې دولتي غونډې پرمهال پوتین ساینس پوهانو ته د واکسین تصویبولو مبارکي وویله، د کومو چې لومړنۍ تجربې تېره میاشتې ترسره شوي دي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې پوتین ویلي: «موږ باید د لومړي او دوهم واکسینو تولید زیات کړو، موږ خپلو بهرنیو ملګرو سره همکاریو ته دوام ورکوو او په بهر کې به خپلو واکسینو ته وده ورکړو».

په اګست میاشت کې روسیه لومړی هېواد ګرځېدلی و چې د کرونا پر ضد د واکسین چمتو کېدولو اعلان یې کړی و، که څه هم د روسیې لخوا دغه واکسین له خطره خالي بلل شوي وو خو د روغتیا نړیوال سازمان څخه یې رسمي تایید ترلاسه نه کړ.

روسي رسنیو د ولادیمیر پوتین له خولې ویلي چې دوی په پام کې لري په دې لړ کې د دریم واکسین چمتو کول هم په نږدې وخت کې ثبت کړي.

د کرونا پر وړاندې لومړی روسی واکسین (سپوتنیک V) نوم لري چې د ایپیډیمولوژي او مایکروبیولوژي څیړنې فدرال انستیتیوت لخوا رامځنته شوې دی.

بل لوري ته امریکایي ساینس پوهان وایي چې دوی به د روان کال تر پایه د کرونا ضد واکسین د استعمال لپاره وړاندې کړي، ددوی په وینا شاوخوا ۱۰۰ ملیونه ډوزه یا خوراکه واکسین به د دیسمبر تر وروستیو نېټو وړاندې شي.

بل لور ته راپورونه وایي چې د روان کال تر پایه به د تجربه شویو واکسینو څخه یې ۱۰ ډولونه د کار وړ وګرځي چې تر دې دمه یې دریمې او وروستۍ تجربې ترسره شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x