افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله عبدالله ایران ته ځي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۹ل): د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» سیمه ییزو هیوادونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې راتلونکې اوونۍ ایران ته ځي او د یاد هیواد له چارواکو سره د افغانستان اړوندو مسایلو باندې غږېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند «سعید خطیب زاده» وایي، عبدالله عبدالله به د راتلونکې «یکشنې» په ورځ د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ چې د بهرنیو چارو وزارت، پخلاینې عالي شورا او پارلمان استازي به پکې شامل وي؛ ایران ته راشي.

د نوموړي په خبره، عبدالله به د خپل سفر په مهال د ایران له ولسمشر، د اسلامي شورا له رییس او د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره لیدنې او بحثونه ولري.

ایران ته د عبدالله عبدالله سفر داسې مهال دی، چې په دوحه کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوي تر منځ خبرې اترې روانې دي او هڅه کېږي د افغانستان اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

نوموړی تر دې وړاندې پاکستان او هند ته هم تللی و او هلته یې له ځایي چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحثونه کړي وو.

ورته مهال داسې ویل کېږي، چې  د کابل حکومت مشر «اشرف غني» بیا سیمې ته د عبدالله عبدالله له سفرونو ناخوښ دی او همدا لامل دی چې د څو میاشتو په تېرېدو یې لا هم د مصالحې عالي شورا د تشکیل معاشونه ځنډولي.

د سیاسي شنونکو په اند، اشرف غني باور لري چې د سیمې په هیوادونو کې د عبدالله پراخېدونکی نفوذ به د سولې پروسې واک له ارګ او ټیم څخه یې سپېدار ته انتقال کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جعفر

نوش جان د جميعت او هزاره گانو په دا تيرو شلو کالو کې يې هم ټول امکانات په لاس کې ول نه يې اولادونه ووژل شول او هم يې ټولو ولايتونو ته د پښتون ميشتو سهم ورکړل شول اوس داده بيا طالب ورته ### او ښه غوښينه برخه به بيا ورکړي د طالب ## له لاسه پښتون تر ټولو زياتې بدبختۍ وليدي او اوس بيا خپل پښتانه مشران ورته بد ښکاري او دا نورو ته يې بيا داړې جونګي نيولي وي ## طالبه د خدای په قهر ګرفتاره شې چې پښتون ولس ستاسو د لاسه ښه ورځ ونه ليده او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x