افغانستان

د طالبانو والي د هلمند سب ستیشن «تالا» کوونکو ته خبرداری ورکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزې سرچینې وايي، د طالبانو والي حاجي «وفا» د هلمند سب ستیشن څخه د لیدنې پرمهال ټول هغه کسان سخت ګواښلي چې د جګړې پرمهال یې د ستیشن ځینې وسایل چور کړي وو.

د کندهار لپاره د طالبانو والي حاجي امین «وفا» نن د پنجشنبې په ورځ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته څېرمه دوراهي سیمه کې د سب ستیشن څخه د لیدنې په ترڅ کې هغه خلک ګواښلي چې د سب ستیشن ځینې وسایل یې چور کړي او د بیرته راوړلو غوښتنه یې ورڅخه کړې ده.

کندهار میشتي خبریال صدیق الله افغان په خپلې فیسبوک پاڼې د سرچینو او طالبانو په حواله لیکلي، چې سب ستیشن ته ډیر زیان نه دی اووښتی او داچې والي حاجي«وفا» یې د سامانونو د بیرته راټولو او په شخصي لګښت د بیا رغولو ژمنه کړې ده.

باید وویل شي چې درې شپې وړاندې طالبانو د یو لړ توندو تهاجمي بریدونو په ترڅ کې له دولتي عسکرو څخه د لښکرګاه شاوخوا هغه پراخې سیمې بیرته ونیولې، چې څه موده وړاندې یې له لاسه ورکړې وې.

په دغه مهال د هلمند سب ستیشن څخه یو شمېر وسایل خلکو ځینې وسایل غلا کړل، چې د طالبانو له ورتګ سره یې مخه ونیول شوه او اوس یې ددغه ستیشن د بیا رغولو په خاطر هغه کسان ګواښلي چې د ستیشن سامانونه یې غلا کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبان اوس خپل جنایت پدغو خبرو سره پټوی. دومره چی هوښیار وی بیانو ولی مو پر هلمند کی لشکرګاه کی چنګ شروع کړ؟ صرف دومره فکر وکړی چی د جنګ سره به څومره د ښوونځیو ماشومان او زده کونکی له زده کړی بی برخه شوی وی نور خو پریږده. ۳۶ زره کسان بیځایه شول، چور او چپاول په غټه پیمانه وشو. د ##

طوطی

دا ادعا خو اول همدا طالبانو وکړه چی سب ستیشن مونږه لاس ته راغلی نو بیا ولی چور شو؟ د چور او چپاول زمینه چا برابره کړه، آیا تاسی طالبان دومره بی عقله یاستی چی نه پوهیږی چی جنګ د چور او چپاول زمینه وږو او بیوزلو خلکو ته برابره وی؟ عامل د چور او تالا همدا تاسی طالبان یاستی. د هلمند جنګ وښوده چی سوله موله نشته دا خوسې خبری دی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x