شعـــــرونه

ورک حکمت/ پير محمد کاروان

پيرمحمد کاروان

په ورک حکمت پسې دې ګام د څار اخیستی نه دی
د خدای له عناصرو نه دې کار اخیستی نه دی

د بل په وزر الوزې چې زړه دې هوا وکړي
په خپله دې په خپلو اوږو بار اخیستی نه دی

چیچي دې پرې، امسا دې د موسی ده ورکه کړې
د وخت له فرعونانو نه دې مار اخیستی نه دی

پراته درته زخمونه دي آشنا رغول غواړي
تر اوسه دې په ستنه کې لا تار اخیستی نه دی

له شنه آسمان ږلۍ دي را ورېږي را ورېږي
خبر دې د ځپلي لاله زار اخیستی نه دی

عرب عجم یې څه نو، که د سرو زرو مارغان شي
چې درد یې د دې ځمکې له بیمار اخیستی نه دی

مشال د اندلس دې د غفلت په شمال مړ کړ
د دې مشال دې نوم په خوله دوبار اخیستی نه دی

عظیم بری خدای در کړ خو په خپله دې برباد کړ
څوک وایي، تا ددې بري ازار اخیستی نه دی

منم چې ماتولی شې ښیښې د نظامونو
ارمان له دې ښیښو نه دې غبار اخیستی نه دی

راځه په عاجزۍ د خدای بنده په خدای مین شه
لا اوس هم در نه چا د مینې وار اخیستی نه دی

۲۴ میزان ۱۳۹۹ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x