افغانستان

«ټرمپ تر ټاکنو وړاندې افغانستان کې د عسکرو د کموالي اعلان کوي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۹ل): امریکایي رسنۍ وایي، د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» ښایي د خپل هیواد په بهرنۍ پالیسۍ کې د بنسټيز بدلون خبر ورکړي او په دې ترڅ کې افغانستان کې د خپلو عسکرو د شمېر کمولو اعلان هم وکړي.

این بي سي نیوز د دوو امریکایي چارواکو له قوله لیکلي، چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو تر پیل وړاندې به ټرمپ د بهرنۍ پالیسي د تغیر په اړه وینا اوروي او په جریان کې به یې له افغانستانه د عسکرو د ایستلو خبر هم  ورکوي.

دغه راپورونه له هغه ټویټ وروسته دي، چې د امریکا ولسمشر پکې څرګنده کړه  د نوي کال تر پيلېدو وړاندې ټول عسکر له افغانستانه خپلو کورونو ته ستنوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار «رابرټ اوبراین» بیا وویل، چې د  راتلونکي کال تر پیلېدو به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر دوه زره پنځه سوه ته راټيټ کړل شي.

افغانستان کې د امریکایي عسکرو  په اړه د امریکا د پالیسي تغیر د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې د لاسلیک شوي هغه تړون په اساس دی چې له مخې یې باید ټول بهرني ځواکونه د څوارلس میاشتو دننه له افغانستانه ووزي.

اوسمهال هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او زرګونه امریکایي او ناټو عسکر له افغانستانه وتلي او خپل پوځي مرکزونه یې تخریب کړي.

طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو هرکلی کړی او ځان یې له امریکا سره په دوحه کې کړي تړون ته ژمن ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

دا چی امریکایان وزی ، دا دومره بی سرپرسته یتیمان چا ته پریږدی ؟
د حرامو زیږیدلی یتیمان همداسی وی .
مه کوه ټرمپه ! دا ناځوانی ده ، غلامان دی درسره بوزه هغوی تر مسجد په کلیسا خوشحاله دی او افغانان به هم د دی مرداریو او کثافاتو څخه په امان سی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x