ټولنیزه برخه

له راحت خوښوونې ځان ساتنه

حسيب الله سجاد

ډېری خلک د آرام او راحت خوښوونې په سبب له خپلو موخو پاتې کېږي او له مثبتو او ګټورو کړنلارو سره علاقه او لېوالتیا نه لري چې په بشپړ ډول دغه خلک راحت او آرامي خوښوونکي دی چې خپله آرامي او راحت خوښوونه توجیه کوي هم او نه یې قبلوي.

راحت خوښوونه یعنې پر خپلو وختونو باندې د ولکې نه لرل، هغه په خوب، خوراک او بې‌ځایه لوبو تېرول، راحت خوښوونکي انسانان د نفس د غوښتنو پر وړاندې نشي کولی ودریږي او د ژر تېریدونکو خوندونو، شهوتونو او خوښیو ښکار کېږي او خپل ارزښتونه له لاسه ورکوي، دې ته حاضر نه وي چې د جماعت د لمانځه لپاره خوب پریږدي. ټولګي ته هم ناوخته ځي او ډېری ښه ځایونه او وختونه په خوب او یا غیر ضروري کړنلارو کې ضایع کوي.

د خپل ځان د انضباط په خاطر ځمکه او وخت تورنوي، که چېرې له ملګرو سره په یو جشن کې مصروفه شي نو پر خپل وخت ولکه له لاسه ورکوي او دا ورته مهم نه وي چې څومره وختونه یې ضایع کیږي.

ځینې خلک ګټورو ویناوو او وعظونو ته د غوږ نیولو حوصله نه لري خو همدغه ډله کسان بیا کیني او د تلویزیون ریموټ را اخلي او ډول ډول شبکې پکې لټوي چې دا خلک راحت خوښوونکي کسان دي.

ډېری ځوانان دې ته حاضر نه دي چې ګټور کتابونه ولولي خو بیا همدغه خلک په ساعتونو بې‌ارزښته او سطحي ورځپاڼو په لوستلو تیروي خو څنګه چې د ګټورو کتابونو لوستل ستونزمن وي نو دې ته حاضر نه وي چې د هغه مطالعه وکړي.

راحت خوښوونه په ډول ډول شکلونو ښکاره کېږي کله یو څوک د دې احساس نه کوي چې په دغه نه حس کېدونکي آفت باندې ګرفتاره دی لکه هغه کس چې ستونزمن کارونه نامعلوم سبا ته پرېږدي او د هغه له بار څخه خپله اوږه خلاصوي.

انسان د تل لپاره د یوه پیاوړي کشمکش په حال کې قرار لري. نفس انسان د راحت او خوښۍ کارونو ته هڅوی. ګټور کارونه هلو ځلو ته ضرورت لري؛ خو فکر لرونکي او عاقل انسانان راحت نه خوښوي بلکې د هلو ځلو او کوښښونو په وسیله خپل ځان موخې ته رسوي او په دې هم پوهیږي چې له راحت خوښوونې ځان ژغورنه خپلو موخو ته د رسېدو یو لوی عامل دی.

راحت خوښوونکي انسانان د مال او دنیا په جمع کولو او د ژوند د ضروریاتو پوره کولو ته له هرڅه اهمیت ورکوي خو پاېلې ته کتونکي انسانان د آخرت د توښې د برابرولو په فکر کې وي او د الله تعالی عبادت او معنوي ارزښتونو ته ډېر پابند وي.

د ټنبلۍ او راحت څخه د خلاصون په خاطر مسلمانانو ته امر شوی دی چې د نېکۍ په کولو او ښو کارونو په ترسره کولو کې بېړه وکړي. بيړه کول یعنې په کارونو کې چټکتیا، الله تعالی په قرآن‌کریم کې فرمايي: «فَاسْتَبِقُواْ الْخَيْرَاتِ» په نیکي کولو کې له یو بل څخه مخکې والی وکړئ. همدارنګه په نورو ځایونو کې په «سابقوا» او «سارعوا» سره امر شوی دی او په حدیث شریف کې راغلي دي «بادروا» یعنې په بېړه او تیزۍ سره حرکت وکړئ ځکه چې په چټکتیا یوې پایلې ته ورسیږئ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x