ټولنیزه برخه

دې ته د مطالعې شوق وايي!

محمد ناصر منصور

د (تحفة المدارس) په نامه یو کتاب دی، په هغه کې یې د یوه طالب العلم واقعه رانقل کړې ده چې دا طالب العلم د مطالعې ډېر شوقي وو، نو یوه شپه ددهٔ سره په کور کې د ډېوې لپاره تېل نه وو، نو ډېر خفه وو، قدرت پېښه داسې کړه چې په لاره باندې د باچا قافله تېرېده، د هغوی سره قسماقسم رڼاګانې وې، نو دې طالب خپل کتاب راوخیست او د قافلې سره ملګری شو، په لاره باندې يې د قافلې رڼا ته خپل کتاب کاته، تردې پورې چې دا قافله د باچا محل ته ورسېده، دا طالب هم محل ته ورسره ننووت، ځکه چې په ځان پوه نه وو او په خپله مطالعه کې ډوب وو، کله چې باچا دا طالب ولید، نو خپلو خادمانو ته يې وویل چې دا طالب مه منعَ کوئ، بلکې خوشي يې کړئ چې خپل کتاب وګوري.

تردې پورې چې دا قافله د باچا خاص ځای ته ورسېده، طالب هم ورسره ورسېد، باچا چې د طالب د مطالعې شوق وليد، نو ډېر ورته حیران شو.

کله چې دا طالب د مطالعې څخه فارغ شو او کتاب يې بند کړ، هاخوا دېخوا يې وکتل، نو خپل ځان يې د باچا په محل کې ولید، طالب ډېر وارخطاء او ووېرېد، باچا ورته تسلي ورکړه چې مه وېرېږه، ما چې ستا د مطالعې شوق ولید، نو ستا سره مې ډېره مينه پیدا شوه، اوس زه غواړم چې ستا لپاره تنخوا مقرر کړم، ددې لپاره چې ته په فارغ زړه سره خپله زدۀ کړه وکړې.

طالب ورته وویل: زه د تنخوا په اخیستلو سره خپل ځان نه پابند کوم، بلکې زه ازاد ژوند خوښوم، البته که ته ماته فائده رارسول غواړې او زما سره احسان کول غواړې، نو ته یو دوکاندار ته حکم وکړه چې ماته د ډېوې تېل راکوي او هغه ته به ته بیا روفۍ ورکوې، نو باچا هم همداسې وکړل او دا طالب يې په ډېر عزت سره رخصت کړ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x