شعـــــرونه

تا هیر کړی!/ قاسم محسن ازره وال

قاسم محسن ازره وال

مرګ په سر درته ولاړ دی تا هیر کړی
لکه لمر درته ولاړ دی تا هیر کړی

عزرائیل به دې روح اخلي په هر حال کې
لکه غر درته ولاړ دی تا هیر کړی

مجاهد دې ناموس ساتي له پردیو
په سنګر درته ولاړ دی تا هیر کړی

اې آمیره پام دې دی دغه شهید ته!
په محشر درته ولاړ دی ته هیر کړی؟

آمیدونه خو دې لوړ دي تر اسمانه
مرګ په سر درته ولاړ دی تا هیر کړی

خوږ نبي دې سفارش کوي عُقبا کې
په کوثر درته ولاړ دی تا هیر کړی

ازره وال مُـحسِن پام دې دی ابلیس ته
لوی خطر درته ولاړ دی تا هیر کړی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x