نظــر

د روسانو د وخت د سنیاریو تکرار

حفيظ الدين پيرزاده

د ۱۹۷۹ م کال په اخرو شپو ورځو کې د ھغه مھال شوروي اتحاد د مشر بریژینیف په حکم د روسانو څلویښتمې فرقې پر افغانستان یرغل وکړ‎.

د دې لوڅ او بربنډ تیري په مقابل کې د افغانستان ټولې پرگنې ودریدې خو تر ټولو سخت مقاومت ورسرہ په پښتون میشتو سیمو کې وشو.

له روسانو سرہ د جگړ‎ې پر مھال چې څومرہ پښتانه متضرر شول، کورونه یې وران شول، سیمې یې تخریب شوې او ووژل شول، نور قومونه ښایې د ھغو په نیمایي ھم نه وي شوي!
د بیلگې په توگه لکه نن چې په پنجشير او باميان کې خلک د امريکا د بيدريغه لطف له برکته آرام ژوند لري، خو پر هيلمند محشر دی، همداسې د روسانو په وختکې هم پنجشير او شاوخوا يی د روسانو سره په پروتوکول او امن ژوند کاوه او باميان ته د روسانو په لس کلن حضور کې يو ټانک د جنګ لپاره نه لاړ؛ خو کندهار چې د پښتنو يو مهم مرکز وو په سلو کې اتيا د روسانو په بمباريو او جنګ کې تخريب سو.

د جھاد په پیل کې د نظار شورا وژل شوي قومندان احمد شاہ مسعود له روسانو سرہ متارکه اعلان کړ‎ہ.

د مسعود ھمدې خیانت د روسي اشغال عمر اوږ‎د کړ‎، د روسانو ټول لوژیستیکي اکمال د شمال له لارې د مسعود په همکارۍ تر سرہ کیدہ.

نتیجه دا شوہ چې پښتانه من حیث القوم وځپل شول او د نظار شورا له روسانو سرہ د متارکې او کمونستانو سرہ د ائیتلاف له امله روغه، جوړ‎ہ او راتلونکیو اقداماتو ته مسلحه پاته شوہ!

جگړ‎ہ پښتنو وکړ‎ہ خو زموږ‎ لیرې او نژدې گاونډیانو د ذیدخله سترو طاقتونو په گډون، قدرت د شمال ائیتلاف ته انتقال کړ‎!

ځکه زموږ‎ گاونډیانو په ھیڅ صورت کې د یوہ مستحکم او مستقر افغانستان موجودیت نه غوښت.

نن ھم د دې خبرې ویرہ شته، نن ھم د مجاھدینو د وخت د سناریو خطر استشمام کیږ‎ي!

ھسې نه زموږ‎ گاونډیانو د ھند او روس په گډون امریکا ته ویلي وي، غني د سولې په مخکې خنډ دی، باید لیرې شي او پر ځای یې عبدالله ته د قدرت واگی وسپارل شي او دوی به پر طالبانو فشار راوړ‎ي چې یوہ لارہ ورسرہ یوسي.

په پاکستان او ھند کې د عبدالله شاھانه استقبال د ھمداسې یو څه پیښیدو غمازي کوي!

د کابل اقتدار به یو ځل بیا د شمال ائیتلاف ته په لاس ورکړ‎ل شوی وي او د اشغال شړ‎ونکي به د کابل له دروازو بیرون د چھار اسیاب او نورو سیمو له شاوخوا څخه ورته غر او پش کوي!

زموږ‎ د حریصو گاونډیانو دسیسې به بریالۍ شوې وي؛ ولس به د امریکایي اشغال د شړ‎لو ثمرہ نه وي لیدلي، جھاد به بدنام شوی وي او طالبان به د یوہ مستحکم مرکزي دولت په تاسیس کې پاته راغلي وي! وطن به بيا د شمال ائتلاف د لنډغرو لخوا چور او د کورني جنګ په لمبو کي سوځي.
د اما ر ت مشران باید تر ھر څه زیات دې خطراتو ته جدي متوجه اوسي!!

و ما علینا الا البلاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

اول سلامونه او نیکی هیلی تاسو ګران ورور ته.ډیره به زړه پوری لیکنه دی کړی پرقلم دبرکت ولی یوه شی ته د اشاره نده کړی هغه دا چی دی چچا له لاسه دا ټول پر مونژ وشول

Abdul-Rauf Alam

ان شاءالله داسی حالت راتولونکي نده .او که چیری څوک ، لاس په جنګ او ګډوډې پوری کړی ، د الله په نصرت امارت اسلامې د محار کولو طاقت ئې په پوره بڼه لری. د تشویش وړ نده.

عبدالواحد

لویه خرابی هم دناپوهودقدرت ده لکه دطالبانوپخوانۍ حکومت چه دانګریزانوپلانونه کی تطبیق سول آیاملاعمر دورلډ ټریډ له سنټره خبروو اوکه اسلام دااجازه ورکوله چه خپل ملک په بیساری قوت داسی بربادکه داټول پلان دانګریزانوووپه I S I عملی کۍ ،اوس هم ترپردی لاندی پردی پلانونه عملی کیږی الله دی پرمظلوم افغانستان رحم وکی آیاته اوس په موجوده طالبانوکی یوپوه اولایق سړۍ وینی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x