افغانستاند سولې پروسه - ویډیوسولې اړوند خبرونهویډیو

ډاکټر نعیم: بین الافغاني مذاکرات د دوحې د تاریخي تړون برخه دي/ ويډيويي مرکه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲۴ تله، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په دوحه کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوي تر منځ د بین الافغاني مذاکراتو د بنسټ په اړه بحثونه روان دي؛ د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» وایي، د دوحې تړون په نړیواله کچه منل شوی تړون دی چې ملګرو ملتونو او ګڼو هیوادونو ترې هرکلی کړی او بین الافغاني مذاکرات یې باید په اساس پيل شي.

نعیم دغه څرګندونې له «نن ټکی اسیا» سره په خپله تازه مرکه کې وکړې. نوموړي وویل، چې د دوحې د تړون په متن کې واضح لیکل شوي چې د پنځه زره بندیانو تر خلاصون وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلېږي؛ نو ځکه د افغانانو د خپلمنځي خبرو توافقات باید د یاد تړون پر بنسټ وي.

نعیم زیاته کړې، چې ددوی په ټینګار دواړو لورو توافق وکړ چې د اسلام او قرآن خلاف خبره به په مذاکراتو کې نه مطرح کېږي او دا چې د دوحې تړون یو نړیوال منل شوی تړون دی، له کابله سره شریک هم شوی دی او په متن کې یې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو مورد هم راغلی؛ نو ځکه باید بین الافغاني مذاکراتو د یاد تړون تسلسل وبلل شي او په اساس یې پيل شي.

د نوموړي له قوله، د کابل-امریکا اعلامیه ځکه د خبرو د بنسټ په حیث د منلو نه ده، چې له دوی سره شریکه شوې نه ده او دوی یې په اړه خبر نلري.

نعیم ددې تر څنګ د کابل پر مذاکراتي ټیم نیوکه وکړه، چې د «قران او سنت» له موضوع په بیا، بیا تبلیغاتي استفاده کوي؛ خو خپله یې د قران او سنت اساسات  په نظر کې ونه نیول او پر خپل هغه پېشنهاد کړي عهد یې وفا ونکړه «چې د مذاکراتو جریان به دواړو لورو له توافق پرته د باندې نه ایستل کېږي.»

بشپړه مرکه پر لاندې لینک د نن ټکی اسیا له یوټیوب چینل کتلای شي:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

څوک چې منطق ولري هغه داسې بی اساسه شرما ورې خبرې نکوي ! سوله داشغالګر او ازادی غوښتونکو له خوا کیږي او شرائط یې هم هلته هغوی لیکي او منل کیږي به ! او دا چې اشغالګر خپل مذدور ته ډاډ ګېرنه او ګډې ابلاغې ورسره کوي هغه د بادار او مذ دور خپل کاردی او په داسې ژمنو او ټټر وهلو کې نه طالب خبر دی او نه پکښې ناست دي هغه ددوی خپل کاردی چې هر څه کوي ، سوله او جنګ يواځې له اشغالګرو سره دودي او منطقي دي ، که سوله د کابل دمشترکې اعلامیې په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x