ورزش

د کرکټ میلیون لیګ او روانې ناندرۍ

جعفر هاند
څو ورځې مخکې د ملي لوبډلې د لوبغاړي شاپور ځدراڼ په کډون د بورډ یو شمېر مخکنیو چارواکو، سوداګرو او د لوبډلو مالکانو اعلان وکړ چې د «میلیون لیګ» په نامه د کرکټ‌ سیالۍ پیلوي.‌ دا لوبې په خوست کې پلان شوې او د لمر تلویزون به یې ژوندۍ خپروي. دا لیګ تر دې مخکې هم شوی دی. د موبي ګروپ مشر سعد محسني په خپل ټویټر کې د دغه لیګ په اړه ولیکل او ورسره سم بورډ په ټویټر کې ولیکل چې د افغانستان د پالیسۍ له مخې هر لیګ او په لیګ کې لوبېدونکي لوبغاړي باید له بورډ څخه د عدم اعتراض سند ((No Objection Certifiate، ولري، که یې ونلري د لوبې اجازه نلري. د لیګ تنظیمونکي وايي دا لیګ به خامخا کوي.
ستونزه چېرته ده؟
د دغه لیګ مشر او نور تنظیموونکي ټېنګار کوي چې له بورډ څخه د لیګ د پیل کېدو په اړه «رسمي سند» او جواز په لاس کې لري. خو بورډ وايي نه یې لري.
د لیګ یو تنظیمونکي راته وویل: « موږ هر څه لرو، او لیګ به کوو.»
د بورډ ځینو چارواکو راته وویل: «دوی رسمي سند نلري،‌که یې لري، مطبوعاتو ته دې را وباسي.»
بله ستونزه دا ده چې شاپور ځدراڼ چې په خپله د ملي لوبډلې برحال لوبغاړی دی، د دغه لیګ د تنظیمونکو څخه دی. له لوبغاړو سره د قرارداد په اساس، برحاله لوبغاړي نشي کولی چې اجرايي کارونه وکړي. شاپور اړ دی چې باید د بورډ څخه د عدم اعتراض سند ترلاسه کړي او یا دې له ملي لوبډلې استعفا وکړي او بیا دا کار وکړي؛ که، داسې نکوي، بیا نو خپلسري ده او خپلسري بغاوت دی چې باید اداري او قانوني چلند ورسره وشي. شاید شاپور دا هم ووايي‌ چې ولې بل برحال لوبغاړی محمد د بورډ غړی دی؟ موږ دا کار هم د قانون خلاف وګاڼه او غوښتنه مو وکړه چې باید داسې ونشي.
د میلیون لیګ ګټې
میلیون لیګ یو تجارتي ‌لیګ دی او د افغانستان د کرکټ بورډ لیګ نه دی،‌ خو باید د بورډ په اجازه او همکاري‌وشي. د دې لیګ له لارې به یو شمېر پانګه وال په لوبو او سالمې تفریح پانګونه وکړي، افغانستان کې به د کرکټ مارکیټ لا ښه شي، یو شمېر لوبغاړو او په خاص ډول داخلي لوبغاړو ته د عاید یوه زمینه برابره شي. افغانان به د څو ورځو لپاره سالمه تفریح وکړي، کرکټ به لا دود، ښه او عام شي. شاید دا لیګ د ځینو ستوریو د پېدا کېدو علت شي او له درې لارې نور خلک هم په کرکټ کې پانګونې ته زړه ښه کړي. نهایتآ، په لیګ کې افغان کرکټ او لوبغاړي هم ګټه کوي.
د میلیون لیګ زیانونه
که د عدم اعتراض د سند له لرلو پرته دا لیګ کیږي، د کرکټ بورډ او نړیوالې او اسیا د کرکټ د شوراګانو د اصولو خلاف کار دی. هېڅ یو ملي او نور لوبغاړي چې له بورډ سره قرارداد لري، اجازه نلري چې په لیګ کې ولوبیږي، ښايي دا کار د لیګ رنګ او خوند بیخي خراب کړي. دا به په اینده کې پانګه وال زړه ماتې کړي او کوښښ به نکوي چې په کرکټ پانګونه وکړي، نهایتآ تاوان یې افغانستان ته دی.
که لیګ رسمي‌ نشي او په لیګ باندې د بورډ او په خاص ډول د «فساد ضد» کمېټې څار او نظر نه وي، شاید په لوبو کې د کوچني او لوی فساد « سپاټ فکسېنګ او میچ فکسېنګ» او «مفسدو کړیو» ته اسانه لار پرانیستل شي چې بیا یې هم لوی زیان افغانستان ته دی.
دې مسئلې ته قومي رنګ مه ورکوئ. ما وار د مخه ولیدل چې ځینې کسان کوښښ کوي د بورډ او لیګ د تنظیموونکو ترمنځ « دغې ستونزې» ته یو ډول قومي رنګ ورکړي.
د افغانستان کرکټ د ټول ولس شتمني ده، په هر قوم او هرې سیمې پورې اړه لري، د هر چا دی خو د هیچا هم نه دی.
باید دا ډول اشخاص او افراد د خپلو شخصي ګټو لپاره دا «ملي ارزښت» ته زیان ونه رسوي. لطفآ، کرکټ هماغسې ملي او نړیوال وساتئ، کوچنی کوئ مه او نه یې هم په کومې سیمې او قوم پورې وتړئ. په دې هیله چې بورډ او د لیګ تنظیمونکي داسې کوم کار ونکړي چې وروسته بیا پښیمان وي او افغانستان به د هغوی د دغې پښیمانۍ زیان جبرانولی نشي.
د حل لار
د میلیون لیګ تنظیموونکي دې د بورډ له چارواکو سره رسمي‌ غونډې وکړي، قناعت دې ورکړي، اندېښنې دې ورته ځواب کړي، ډاډ دې ورکړي چې دا لیګ به د بورډ او کرکټ د ټولو اصولو برابر کیږي او بلاخره قانع دې کړي چې په لیګ کې د تجارت او ګټې وټې تر څنګ د کرکټ د پرمختګ او مینه والو ته د تفریح برابرول هدف دي. خیر دی، ځیل او بېځایه ننګ دې نکوي، دا لیګ وکړئ،‌ په خپله خوښه یې وکړئ، خو د یو قانون په چوکاټ کې.
کرکټ بورډ او د بورډ مشرتابه ته ښايي چې لیګ ته «ان او سي» ورکړي او که ملي او نور قرارداد لرونکي لوبغاړي په ملي لوبو او تمرینونو بوخت نه وي، هغوی ته دې هم په لیګ کې د لوبېدو جواز ورکړي. کرکټ بورډ باید د کرکټ د ودې لپاره کار وکړي او د لیګ تنظیموونکي باید د کرکټ بورډ اداري سره همکاري ولري او اصول ومني.
که دا لیګ په لمر تلویزون ښودل کیږي، که په شمشاد او یا هر بل شخصي او دولتي‌ تلویزون، مینه والو ته مهمه نه ده، مینه والو ته دا مهمه ده چې لیګ دې وشي او کرکټ‌دې وشي.
هر تلویزون او هره اداره چې غواړي کرکټ ته وده ورکړي، حق یې دی او دا هم پرې لازم دی چې له بورډ سره همغږي وکړي. په لومړي ځل په نړۍ کې د کرکټ‌ لوبې هم په یو شخصي تلویزون وښودل شوې. بورډ ته باید هر تلویزون چې کرکټ ته وده ورکوي، ورسره مرسته وکړي.
ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x