افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد او مېلر د دوحې تړون د ټولو برخو پر عملي کېدو له طالبانو سره غږېدلي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» او په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت قوماندان «سکاټ مېلر» په دوحه کې له طالبانو سره د شوي تړون د ټولو برخو د پلې کېدو او یاد تړون ته د ژمنتیا په اړه  له طالبانو سره خبرې کړې.

خلیلزاد په همدې تړاو پر ټويټر لیکلي، چې له طالبانو سره دده او مېلر په لیدنو کې توافق شوی چې د دوحې د تړون د ټولو برخو د پلې کېدو او یاد تړون ته د ژمنتیا په موخه باید ټول اقدامات له سره وکړل شي.

خلیلزاد وړاندې په افغانستان کې د جګړې د ګراف لوړوالی د اندېښنې وړ بللی چې دده په خبره، د سولې پروسه له ګواښ سره مخ کوي او نړیوال په اندېښنه کې اچوي.

د نوموړي په قول، دوی له خپل لوري د دوحې د تړون د پلې کېدو جدي څارنه کوي او ټول لوري باید خپلو مسئولیتونو ته اوږه ورکړي.

د خلیلزاد له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوي تر منځ خبرې روانې دي او د ناستو د طرزالعمل په تړاو د دواړو لورو تر منځ جدي اختلاف شتون لري.

ورته مهال د افغانستان په ځینو ولایتونو کې جګړه زیاته شوې او د ملي امنیت د ځانګړو قطعو له لوري د عملیاتو زیاتوالي خلګ اندېښمن کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x