افغانستان

طالبانو او امریکایانو یوځل بیا د «دوحې تړون» پر تطبیق ټینګار وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۹ل): د بین الافغاني مذاکراتو د تماس ګروپونو د مسلسلو ناستو سره همهاله روانه اونۍ د قطر هېواد پلازمینه دوحه د طالبانو او امریکايي لوړ پوړو استازو د پرلپسې ناستو کوربه وه.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم نن د پنجشنبې په ورځ د یو لړ ټویټونو په کولو سره ویلي، چې د شیخ عبدالحکیم په مشرۍ طالب هیئت د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترڅنګ امریکايي جنرال سکایټ میلر او وسره هیئت سره څو ناستې ترسره کړې دي.

نوموړي داسې لیکلي: «دا.ا.اد مذاکراتي ټيم د مشر شيخ صاحب عبدالحکيم او ور سره هيئت او د امريکې د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او جنرال ميلر او ور سره هيئت تر منځ په دې څو ور،ځو کې څو ناستې تر سره شوې. دواړو لوريو د توافقنامې په اهميت ټينګار وکړ او د ښه عملي کېدو په اړه يې مفصلې خبرې وکړې.»

نوموړی زیاتوي، ددې ترڅنګ به د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون د «ښه او بشپړ» عملي کېدو په خاطر دواړه لوري خپلو مسئولیتونو ته متوجه کیږي.

په ورته مهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د یو لړ ټویټونو په کولو سره ویلي، چې له جنرال میلر سره په ګډه یې طالب استازو سره لیدلي او افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو او سولې پروسې په اړه خبرې اترې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرې یوې میاشتې راهیسې د قطر پلازمینه دوحه کې دطالبانو او افغان جهتونو د تماس ګروپونو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو په کړنلارې او طرز العمل بحثونه روان دي او داسې ویل کیږي چې دغه بحثونه یوې فیصله کوونکې مرحلې ته نیږدې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx