هندوستان: په نیو دلهي کي د محکمې مخته چاودنه کې ۹ تنه مړه او ۴۵ نور ټپیان شوي دي
نن ټکی آسیا: د هندوستان په پلازمینه نیو دلهی کې د محکمې مخته په چاودنه کې ۹ تنه مړه او ۴۵ نور ټپيان شول.
د هندوستان د یو تلویزون په وینا چاودنه د دلهي د اعلی محکمې مخته د پنځم نمبر ګیټ سره تر سره شول، او ګمان يې څرګند کړی چي کیدای شي چاودېدونکي توکي په یو بسته کې ځای پر ځای شوي وه.
پولیسو سیمه محاصره کړې، او د پيښي ټپيان روغتون ته رسول کیږي.
دا چاودنه په داسي وخت کې تر سره شوې، چي پر محکمې باندي د خلکو زیات رش وي.
د یادوني وړ ده چي د روان کال د ۲۵ مئي حخه دا دوهمه چاودنه ده چي محکمه کې دننه تر سره کیږي.
تر اوسه ددې چاودني پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو ددې تر مخه د هندوستان حکومت د کشمیر جنګیالي او د پاکستان استخباراتي کړی په ورته پيښو کې پړه بللي دي.