روزګان: د طالبانو په برید کې دوه پوستې له منځه تللې

د روزګان ولایت په چوره ولسوالي کې د طالبان له لوري عسکرو په دوو پوستو هم مهاله برید شوی دی، چې درنه مرګ ـ ژوبله يې اړولې ده.
یاد برید چې شاوخوا دوه ساعته يې دوام وکړ، په پایله کې يې د مني غار په سیمه کې د عسکرو دوه پوستې له منځه تللی او دوه تنه اربکیان يې طالبانو ژوندي نیولي دي.
طالبانو دغه دوه پوستې مخمې بللې دي او په وینا يې د دوی د فعاليت لپاره ساحه پراخه شوه.
د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي دي چې په یاد برید کې يې درې تنه عسکر وژلي دي او دوه يې ژوندي نیولي دي.
خبرپاڼه کاږي: «…ددښمن دواړي مهمي پوستې په بشپړه توګه فتح ۲ تنه اجیرعسکر اویوپولیس ځای په ځای قتل او ۲تنه اربکیان یې ژوندي ونیول شول.»
د خبرپانې له مخې پر ځاني زیان سربېره يې مقابل لوري ته مالي زیان هم اړولی دی او « ددښمن دوې شوبلې یورینجرموټر په بشپړه توګه تخریب شوي اویوموټرسایکل یې مجاهدینو غنیمت کړ.»
د روزګان ولایتي دولتي چارواکو د برید پخلی کړی دی او د تلفاتو اړوند يې څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې دی چې په هلمند کې روانه جګړه لاهم په زور کې ده، چې دولتي امنیتي ځواکونه يې د تجهیزاتو له کمښته شکایت کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د