نړۍ

ګوادر او وزیرستان کې بریدونو تر لسو زیات پاکستاني ځواکونه وژلي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۹ل): په خیرپښتونخوا او بلوچستان کې چاودنې او وسله والو برید تر لسو زیات پاکستاني امنیتي ځواکونه وژلي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د ادارې «ډي جې ای اېس في ار» له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د خیرپښتونخوا د شمالي وزیرستان اړوند «رزمک» نومي سیمه کې د پاکستاني پوځیانو موټر ته نږدې چاودنه شوې، چې په پایله کې د یوه جګړن په ګډون شپږ پوځيان وژل شوي.

ورته مهال د پاکستان دولتي راډیو وایي، د بلوچستان ایالت اړوند «اورماړا» نومي سیمه کې هم د پاکستاني «ایف سي» امنیتي ځواکونو پر موټر وسله وال برید شوی، چې له امله یې شپږ ایف سي ځواکونه وژل شوي او د وژل کېدو مسئولیت یې بلوڅ بېلتون پاله ډلې په غاړه اخیستی.

د پاکستاني لومړي وزیر «عمران خان» په یوه اعلامیه کې د بلوچستان برید غندلی او د وژل شویو عسکرو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

باور وکی چی په مسلمان می خوا بدیژی، دا خلک که پنجابی هم وی خوا می پری بده ده زکه غالبا مسلمانان وه. دا به هلمند کی وژل شوی وی،

طوطی

###. د ډیرو # لا تر اوسه د لشکرګاه پر سړکونو # دی. خو زه طالبانو ته وایم چی لدی جګړی مو څه تر لاسه کړل، زمینه د چور او چپاول مو برابر کړه، د خلکو د نفرت وړ وګرځیدی، په زرګونو ماشومان مو له زده کړی بی برخه کړل، ۶۰۰۰ کورنی مو بی ځایه کړل، کښت و کروندی مو ویجاړی کړی … آفرین پر دی جهاد. لږ شرم پکار ده اوس چی تاسو له کافرو تړون کړی دی په والله که خو یو ولایت هم ونیسی ځکه چی اوس تاسو سره الهی نصرف نشته جنګ مو له مسلمانانو سره… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x