
بدخشان کې د واده پر مراسمو د برید له امله ۱۳ تنه ټپیان شوي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ تله، ۱۳۹۹ل): د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد کې د واده پر مراسمو د لاسي بم برید کې لږ تر لږه د ۱۳ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
دا پېښه تیره شپه لس بجې د مرکز فیض آباد اړوند «بتاش» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې ده.
د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ثناء الله روحاني نن د جمعې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې د لاسي بم دغه برید د ناپېژاندو وسله والو لخوا ترسره شوی؛ خو تردې دمه یې عاملین نه دي پېژندل شوي.
نوموړی زیاتوي، په دغه پېښه کې ۱۳ تنه ټپيان شوي، چې ټپیان ټول د فیض آباد روغتون ته انتقال شوي دي.
د بدخشان ولایت مرکز فیض آباد چې د دولتي ملیشو او اربکیانو ترڅنګ ګڼ شمېر پخواني ټوپکسالاران هم په کې حاکم دي، وخت ناوخته په کې د شخصي دښمنیو او نورو عواملو په وجه جنايي جرمونه او مرموزې وژنې ترسره کیږي، چې په زیاتره مواردو کې پولیس ددغو پېښو د عاملینو په نیولو کې پاتې راځي.